د دې ولسوالۍ د قلعه اخند اړوند سیمه کې قاري صداقت له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل، چې له کلونو راهیسې يې ځمکه په اجاره نیولې ده، خو تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستې نه دي شوي.
صداقت وايي، د کرنې اړوند مرستې هغه خلکو ته رسېږي، چې یا ملکان وي او یا د ملکانو پېژندګلو ولري. دا کروندګر داسې مهال دا ادعاء کوي، چې له افغانستان سره مرستې کمې شوي دي.
د هغه په خبره، چې اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو ته هر مهال اړتیا لري، ځکه په وینا يې چې لګښتونه يې ډېر دي او دوی دومره اقتصادي توان نه لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې، که چیرې کروندګر سره د هر فصل له کرلو وړاندې د اصلاح شویو تخمونو مرستې وشي، نو د کروندګرو اقتصادي حالات به له یوه کال څخه بل ته ښه شي.