د نوموړي په خبره، د ده د پنبې کښت د نباتي آفاتو څخه هم متاثره شوی چې ښايي خپل لګښت هم پوره نشي کړای.
هغه وویل:"موسمي مرضونو زمونږ کښت ته سخت زیان رسولی دی. پنبه چې راټولوم زما په لاسونو پورې نښلي چې حتی ترې جلاکیږي هم نه."
سردار ولي د طالبانو له حکومت او خیریه موسسو څخه د اوبو د سیستم د جوړېدو او د بزګرانو سره د کرنیزو توکو د مرستې غوښتنه هم کوي او وایي دوی اوس تاریاک نه کري خو بیا هم ورسره هیڅ راز مرستې ندي شوي.
دا پداسې حال کې دی، چې د کندهار په دامان، ډنډ، ژیړې او ارغنداب ولسوالیو کې له تیرو دوو کلونو راهیسې د پنبې کښت زیات شوی، خو د پنبې حاصلاتو ته یې یو باثباته بازار لا هم نشته.