نعیم الله، چې د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند سیمې اوسېدونکی دی، وايي چې شاوخوا شپږ بیسوې اجاره ځمکه باندې یې دڼیا کرلې ده، خو په خبره یې، نرخونه يې خراب دي او د کښت لګښتونه هم نه شي پوره کولی. هغه وايي، سږ کال يې هم د دڼیا حاصلات ښه دي، خو لویه ستونزه يې د حاصلاتو لپاره د مناسب مارکیټ نه شتون دی.
د نوموړي په خبره، چې تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستې هم نه دي شوي او دوی تخمونه او سري هم په خپلو لګښتونو باندې له بازاره پېري. هغه غوښتنه کوي، چې کرنې ریاست او اړونده موسسات دې ورسره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو برخه کې مرسته وکړي.