کندهارۍ ګندنه د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې مشهوره ده او په ګڼو سیمو کې ښه مارکېټ لري. شمس الله د کندهار ولایت یو کروندګر وایي، چې د کندهار تود اقلیم د ګندنې کرکېلې لپاره مناسب دی. هغه زیاته کړه، چې د مني په وروستیو او ژمي میاشتو کې د کندهار ګندنه هغو ولایتونو ته لېږدول کېږي چې هوا یې سړه وي. د هغه په وینا، په دې ولایتونو کې د ژمي په موسم کې کرنیزې توکې وده نه کوي، نو ځکه د کندهار ګندنه په دې موسم کې ښه بازار لري. نوموړی د کندهار د نورو کروندګرو په شان له حکومت او مؤسسو څخه د اصلاح شویو تخمونو د مرستې ترڅنګ د کیمیاوي سرې او د کرنیزو افاتو د مخنیوي درملو غوښتنه هم کوي. هغه وویل:"دولت او مؤسسو څخه مو غوښتنه ده چي موږ ته کیمیاوي سرې او داسي تخمونه راکړي تر څو موږ ګټه ځیني واخلو.
په کندهار کې د ګندنې تر څنګ د ژمي په موسم کې په شنو خونو کې د سبزیو کښت هم ډېر شوی دی. د کرنې دغه پرمختګ د مارکېټ اړتیاوې په ښه ډول پوره کوي او د سیمې کروندګرو ته اقتصادي ګټه رسوي.