د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پنبې کروندګر د اوبو د کمښت او خرابو بازارونو له امله اندېښمن دي


په ننګرهار کې د پنبې کروندګر د اوبو د کمښت او خرابو بازارونو له امله اندېښمن دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

په ننګرهار کې د پنبې کروندګر وايي چې د اوبو د کمښت له امله یې سږ کال نه یوازې حاصلات نیم په نیمه کم شوي، بلکې د پنبې بازارونه هم خراب دي.

د جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند قلعه نو سیمه کې د احسان الله په نوم یو کروندګر امریکاغږ سره خبرو کې وویل، چې په شاو خوا نهه بیسوې ځمکه يې په ۵۰ منه غنمو د کال اجاره نیولې چې اوس يې پکې پنبه کرلې. دې وايي، تېر کال يې حاصلات ښه و، خو په وینا يې چې سږ کال د اوبو کمښت له امله يې د پنبې حاصلات نیم په نیمه کم شوي دي. د نوموړي په خبره، چې تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستې نه دي شوي او دی غواړي، چې د کرنې ریاست او همدا ډول د کرنې په برخه کې نورې مرستندویه موسسې دې د کروندګرو لاسنیوی وکړي.

نوموړی په ورته وخت کې د پنبې د خرابو بازارونو له امله هم شکایت کوي، چې په خبره يې دوه کاله وړاندې پنبه من په ۵۰۰ افغانۍ وه، تېر کال په ۳۵۰ خو په خبره يې چې سږ کال يې څوک په ۲۵۰ افغانۍ هم نه اخلي.

XS
SM
MD
LG