د نعمت الله په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، چې پر خپله ځمکه یې د ګشنیزو کښت کړی، خو د ګشنیزو حاصل یې په ټيټه بیه پلورلی، ځکه د مارکېټ ته د رسولو وسایل نه لري. نوموړی زیاتوي چې له دې ستونزې سره، هر کال په ګرانه بیه نباتي درمل اخلي، خو هغه د کښت لپاره ګټور نه دي او د نباتي امراضو له امله یې حاصلات خرابېږي. دغه کروندګر له حکومته او مرستندویه موسسو څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وکړي.