هغه د امریکاغږ ته وویل په ټوله کې د کروندګرو لویه ستونزه د سبزي او نورو فصلونو حاصلاتو پلور لپاره د مناسب مارکیټ نه شتون دی. دی وايي، د پالکو بازار که ښه وي، نو ښه ګټه کوي، ځکه د لګښتونو سربېره ،کروندګر ته د راتلوونکي کال لپاره د تخمونو او سرو پیسې هم برابروي.
هغه وايي، که بازارونه يې ښه وي نو د یو جریب پالکو له حاصلاتو څخه تر ۴۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې د جارې چاره هم ورسره کېږي.
د افغانستان په ختیځ زون کې داسې مشخص مارکیټ نشته چې کروندګر د خپلو فصلونو حاصلات پکې په مناسبو نرخونو وپلوري، چې دې چارې کروندګر له کلونو راهیسې له مشکلاتو سره مخ کړي دي.