د مالدارانو د وینا له مخې، په کندهار کې شاوخوا ۴۰۰ فارمونه شته، چې تولید شوي شیدې یې په سیمهییزو مارکېټونو کې پلورل کیږي. د دوی په خبره، د فارمونو تولیدات یې نه یوازې په کندهار، بلکې په کابل، هرات او ګڼو نورو ولایتونو کې هم بازار موندلی دی. د غواګانو د یوه فارم مسئول، ګران، وایي چې فارم داري په افغانستان کې مخ په زیاتېدو ده او خلک یې په اهمیت لا ښه پوه شوي دي. نوموړی وایي، د غواګانو په فارم کې یې هره ورځ سل کیلو شیدې تولیدیږي او د تولیداتو بازار یې هم ښه دي.