د متحده ایالاتو حکومت د چهارشنبې په ورځ، دسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۸) د پاکستان د اوږد واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو د پراختیا په پروګرام کې ښکیلو څلورو بنسټونو باندې بندیزونه ولګول.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي: "د پاکستان د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا د پروګرام د دوام ګواښ ته په پام سره، متحده ایالاتو د ۱۳۳۸۲ اجرائیوي فرمان له مخې د ډله ییزو ویجاړوونکو وسلو تکثیرونکي او د هغوی د انتقال لارې چارې په نښه کړي او په څلورو بنسټونو باندې یې بندیزونه لګولي دي."
د دغې اعلامیې له مخې، په اسلام اباد کې د "پاکستان د ملي پراختیا تاسیسات" چې د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام مسول دي او د دې پروګرام د پرمخ بیولو لپاره د اجزاوو د تدارک په برخې کې کار کوي" د هغو څلورو بنسټونو په ډله کې دي چې بندیزونه پرې لګول شوي دي.
سربېره پر دې، افیلیټس انټرنیشنل شرکت، د اختر او زامنو خصوصي شرکت او راک سایډ شرکت چې د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام لپاره تجهیزات او اجزاوې برابروي، په بندیزونو کې شامل دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا درې شرکتونه "د داسې فعالیتونو یا معاملو په وجه چې د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو په خپریدو یا د دوی د تکثیر او یا هم د هغه د لیږدولو له لارو چارو سره مادي مرسته کوي" تحریم شوي دي.
فورم \ دبحث خونه