د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر د ګلپیو له سږني مارکېټ څخه خوښ دي


په کندهار کې کروندګر د ګلپیو له سږني مارکېټ څخه خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

په کندهار کې ځینې کروندګر وایي، چې سږ کال د ګلپیو حاصلات نه یوازې ښه مارکېټ لري، بلکې په لوړه بیه پلورل کیږي او دوی یې له ګټې څخه خوښ دي. د عبدالرحمن په نوم ددغه ولایت یو کروندګر چې په خپله اته جریبه ځمکه کې د ګلپیانو کښت کړی دی، وایي چې د روان کال حاصلات یې بې ساري دي.

هغه زیاتوي چې د ګلپیو حاصلات په کندهار مارکېټ کې په لوړ بیه پلورل کیږي.

هغه وویل، چې پخوا یې د کوکنارو کښت کاوه، خو اوس یې د سبزیو کرکیلې ته مخه کړې. نوموړی د ګلپیو د ښه مارکېټ له امله له د حکومت څخه غواړي چې‌ د دوی حاصلاتو ته د یو مناسب مارکېټ په برابرولو کې مرسته وکړي.

دا پداسې حال کې دی چې په جنوبي ولایتونو کې، په ځانګړې توګه په کندهار کې، د ګلپیو او نورو سبزیو کښت په تېرو څو کلونو کې زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG