د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې کروندګر د غنمو د حاصلاتو څخه خوښ دي


په کندهار کې کروندګر د غنمو د حاصلاتو څخه خوښ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

په کندهار کې هغه کروندګر، چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کر کیلې له بندیز وروسته یې نورو کښتونو ته مخه کړې وايي، چې د خپلو حاصلاتو په ځانګړې توګه د غنمو د کښت څخه خوښ دي، خو په ورته وخت کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي.

ګل محمد په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، کله چې طالبانو د کوکنارو په کر کېلې بندیز ولګاوه، نو هغه په خپلو ځمکو کې غنم وکرل چې په تیرو دوو کلونو کې د غنمو د حاصلاتو او له مارکېټ څخه خوشحاله دی.

ګل محمد چې د غنمو د حاصلاتو څخه خوښ دی، وویل، تیر کال یې تور بانجان کرلي وه، خو د نباتي ناروغیو او د کافي کیمیاوي سرې د نه موجودیت له امله، ښه نتیجه یې ورنه کړه نو سږ کال یې بیرته غنمو ته مخه کړې ده.

د کروندوګرو په خبره، په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د غنمو کښت، د تودې هوا له کبله د افغانستان د نورو برخو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي. د دې ترڅنګ، د غنمو حاصلات په بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي، چې د کروندګرو لپاره یې اقتصادي ګټه زیاته ده.

XS
SM
MD
LG