دی وايي، یو جریب ځمکه يې په ۳۰۰۰ زره افغانیو اجاره نیولې ده، خو زیاتوي، که د اوبو ستونزه يې هواره شي نو د اوړي په موسمونو کې به نور فصلونه هم په کې وکري.
هغه امریکاغږ سره په خبرو کې وویل: ”ځمکه موږ سره یو کال اجاره ده او اوس وخت مو په کې غنم کرلي دي، په دې خاطر چې بل فصل نه کوي. د اوبو مشکل دی. که مونږ ته نهر جوړ شي او دا ځمکې اوبه ولري نو ډول ډول سبزي به وکرو“.
سید ملوک غوښتنه کوي، که چیرې دوی ته د کروندو لپاره عصري وسایل ورکړل شي، نو له دولتي ځمکو څخه د حاصلاتو عواید زیاتېدلی شي، چې ګټه به یې هم حکومت او هم کروندګرو ته ورسیږي.
کانال په ننګرهار کې ډېرې پراخه ځمکې لري، چې په زیاته اندازه باندې يې د زیتونو، سټروسو او نورو بېلابېلا باغونه جوړل شوي او هر کال د پام وړ حاصلات ورکوي.
په دغو ځمکو کې لسګونه کروندګر په کار بوخت دي او له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه ترلاسه کوي.