په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې سبزي کرلي دي وايي، له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب مارکېټ نه شتون یې لویه ستونزه ده.
د کوز کونړ ولسوالۍ د بازارک سیمې کروندګر امیدالله، چې په درې نیم جریبه اجاره شوې ځمکه کې یې کرم کرلي دي، وایي سږ کال د کرمو د پلور بازار په بېساري ډول لویدلی دی. نوموړی وايي، تېر کال یې په کابل کې د کرمو من تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېده، خو سږ کال خلک ۳۰ افغانۍ هم نه پیري.
امیدالله زیاتوي، چې کرم د ژمي په یخو سیمو کې خورا مشهور دي او ډېری وخت د سلاد لپاره کارول کېږي. خو د خراب مارکېټ له امله اندېښنه لري چې ایا د کرکېلې په لګښتونو کې لګول شوې شاوخوا ۳۵ زره افغانۍ به بیرته ترلاسه کړي که نه.
نوموړی وایي، تر اوسه پورې یوازې د غنمو د تخم په برخه کې مرسته ورسره شوې، چې د ده په وینا کافي نه ده. هغه زیاتوي، که د کرمو لپاره د یو مناسب مارکېټ زمینه برابره شي، نو د دې حاصل له غنمو او نورو کښتونو څو چنده ډېر عاید ورکوي.