د لاس رسي وړ اتصالات

څلورو اروپايي‌ هېوادونو د غزې د بیارغونې لپاره د عربي هېوادونو د پلان هرکلی وکړ


د غزې ویجاړۍ
د غزې ویجاړۍ

بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او جرمني د شنبې په ورځ، مارچ اتم (کب ۱۸) د غزې د بیارغونې لپاره د زیات شمېر اسلامي هېوادونو له وړاندیز څخه د "حقیقي لارې" په توګه ملاتړ څرګند کړی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي که د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د نیولو او د اوسیدونکو د بې ځایه کولو د پلان په وړاندې د عربي هېوادونو دا وړاندیز عملي شي، په غزه کې به د میشتو فلسطینیانو لپاره د ژوند د روان ناورین په شرایطو کې چټک او دوامداره ښه والی راشي.

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) ۵۷ غړو هېوادونو د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې په یوه بیړنۍ غونډه کې په رسمي توګه د غزې د بیارغونې لپاره د عربي لیګ لخوا وړاندې شوی پلان تصویب کړ.

د مصر لخوا جوړه شوې طرحه، د غزې د نیولو لپاره د ټرامپ د پلان چې په پراخه کچه غندل شوی، د یو مناسب بدیل په توګه د فلسطین د راتلونکي تشکیلاتو تر مدیریت لاندې د غزې د بیا جوړولو وړاندیز کوي.

دا طرحه د ټرامپ د پلان په خلاف د ۲.۴ میلیونه وګړو د بې‌ځایه کولو پرته چې شاوخوا ۱۷ میاشتې جګړې ځپلې دي د غزې د بېرته جوړولو زمینه برابروي.

د اسلامي همکارۍ سازمان چې په نړیواله کچه د مسلمانانو استازیتوب کوي په یو بیان کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو او سیمه‌ييزو تمویل کونکو ادارو څخه غوښتي چې د دې پلان د عملي کولو لپاره اړین ملاتړ چمتو کړي.

د غزې د بیارغونې او د فلسطین د راتلونکې ادارې په اړه د مصر په وړاندیز کې د حماس ډلې ته چې دا مهال غزه کنټرولوي هېڅ رول په پام کې نه دی نیول شوی خو سره له دې هم دا وړاندیز د متحده ایالاتو او اسرائيل لخوا رد شوی دی.

خو د اروپا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د مصر وړاندیز "د غزې د بیارغونې لپاره یو حقیقي لاره ښیي". او زیاته کړې یې ده "موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې حماس باید نور غزه اداره نه کړي او نه هم اسرائيل ته ګواښ متوجه وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG