د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: له طالبانو سره د سولې خبرې بله اونۍ پیلېږي


د افغانستان د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي چې راتلونکې اونۍ له طالبانو سره د سولې خبرې پیلېږي.

د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بندیانو د خوشې کولو په پروسه کې د خنډ له امله د سولې په خبرو کې د څو اونیو له ځنډ وروسته د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د سولې خبرې بله اونۍ پیلېږي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د اګست ۲۷مه (وږي شپږمه) په کابل کې د جنګ او سولې د مطالعاتو د انستیتوت د سروې د خپرولو په یوې غونډه کې کړي دي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټویټر پاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله لیکلي چې افغانان سولې ته هیله‌مند دي او چمتو دي چې په دې برخه کې "سخت تصمیم" ونیسي.

ښاغلي عبدالله دغه راز ویلي چې افغانان د سولې د بهیر په تړاو یو لړ اندېښنې هم لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره ورځ په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو هیله‌ ښودلې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د معلوماتو په اساس ټاکل شوې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لومړۍ غونډه د قطر په پلازمینې دوحه کې وشي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ میلر د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

جنرال میلر په پروان ولایت کې د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست سره یو ګډ کنفرانس ته وویل: "زه تل طالبانو ته وایم، نړیوالو ته وایم چې تاوتریخوالی کم کړي. دا د افغانستان د خلکو لپاره ډېر مهم دی. خو د تاوتریخوالي په دوام سره ستاسې امنیتي ځواکونه چمتو دي او له دوی څخه زموږ ملاتړ به هم دوام وکړي".

طالبانو دوه ورځې وړاندې اسوشیتد پریس ته ویلي چې د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره یې ۲۰ کسیزه پلاوی ټاکلی دی.

ویل کېږي چې دغه مرکچي پلاوی په بین‌الافغاني خبرو کې د تصمیم نیولو صلاحیت لري.

شیر محمد عباس ستانکزی چې د سولې په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي اسوشیتد پرس ته ویلي چې دغه پلاوی به د اجنډا د ټاکلو، د ستراتیژۍ په اړه د تصمیم نیولو او حتا د "افغانستان د حکومت له سیاسي رهبرۍ" سره د تړونونو د لاسلیکولو صلاحیت ولري.

هغه دغه زار ویلي چې ژر به د مذاکراتو لپاره چمتو شي.

XS
SM
MD
LG