د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د افغانستان د سولې راتلونکې ته خوشبین دی 


په اسلام آباد کې د شاه محمود قریشي او طالبانو کتنه
په اسلام آباد کې د شاه محمود قریشي او طالبانو کتنه

پاکستاني مقاماتو ویلي چې د امریکا په ملاتړ د افغانستان د جګړې د اړخونو ترمنځ د سولې د خبرو د راتلونکې په هکله «خوشبین» دی چې ددې هیواد اوږدمهاله شخړه حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۴) د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره چې هغه هیواد ته تللی، ولیدل.

ددغې لیدنې کتنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خبرې د افغانستان د سولې په ځنډیدلي بهیر او ددې بهیر په راتلونکې متمرکزې وې.

ښاغلي قریشي پداسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ سولې موافقې په پلي کیدو ټینګار کړی دی ویلي یې دي چې طالب مشرانو ورته خپل تصمیم په ډاګه کړی چې غواړي د سولې موافقې ته وفاداره پاتې شي او د افغانستان جګړه د سیاسي لارې حل شي.

په اسلام آباد کې د سه شنبې د ورځې په خبرو کې د پاکستان د آی اس آی مشر جنرال فیض حمید هم ګډون درلود. منتقدین وایي د پاکستان د استخباراتو اداره د طالبانو په ګډون د افغان وسله والو ډلو سره د ۱۹۸۰ لسیزې را پدیخوا ټینګې اړیکې لري.

داسې باور شته چې پر طالبانو د آی اس آی د نفوذ په وجه دغه ډله د امریکا سره د سولې موافقې ته حاضره شوې ده.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش نن د چهارشنبې په ورځ د عاشورا د ورځې په مناسبت په یوه وینا کې افغانستان سولې ته په اشارې ویلي چې: «د طالبانو ډله د افغانستان له دولت سره د خبرو د پیل کولو په وړاندې پلمې لټوي».

ښاغلي دانش ویلي، که څه هم چې طالبان او د هغوي ملاتړي یې د افغانستان دولت د خنډونو په رامنځ ته کولو ملامتوي، خو په وینا یې د سولې واقعي مخالفین طالبان دي.

ښاغلي دانش وویل چې د طالبانو د ډلې شتون د افغانستان د ټولنې یو واقعیت دی او هغوی باید د افغانستان د اساسي قانون او نظام تر سیورې لاندې د نورو سیاسي او فرهنګي ډلو تر څنګ د خلکو د رایو په اساس په سیاسي واک کې برخه واخلي.

د افغانستان د سولې بهیر او بین الافغاني مذاکرات د طالبانو د پاتې شاوخوا ۳۲۰ بندیانو د خوشیدو پر سر د رامنځ ته شوي کړکیچ په نتیجه کې ځنډیدلي دي. د امریکا او طالبانو د سولې د تړون له مخې د افغانستان دولت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشې کړي. طالبان وایي دوی دغه بهیر بشپړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG