د لاس رسي وړ اتصالات

د ماليې وزارت د مطبوعاتو امر او پخوانی خبریال نعمت روان ووژل شو


د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې د مالیې وزارت د مطبوعاتو امر او د طلوع نیوز پخوانی نطاق او د سیاسي خپرونو کوربه نعمت‌ روان په کندهار کې وژل شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي د پنجشنبې په ورځ د مې شپږمه (غويي ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې نعمت‌ روان نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د ښار په ۱۴مه حوزه کې په یو وسله‌وال برید کې وژل شوی دی.

د بارکزي په وینا په نعمت روان باندې په خپل موټر کې وسله‌وال برید شوی دی. هغه زیاته کړه چې پولیسو د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د کندهار روغتیايي مسولین وايي چې د نعمت‌ روان جسد روغتون ته وروړل شوی دی.

د نعمت روان د وژلو مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

نعمت روان وروسته له هغې وژل کېږي چې تېره ورځ وسله‌والو طالبانو رسنیو ته خبرداری ورکړی و که په خپلو خپرونو کې بې‌پرېوالی په پام کې ونه نیسي "د راتلونکو اقداماتو مسئولیت به پخپله د رسنیو د مسئولینو او کارکونکو په غاړه وي".

نعمت روان له څه مودې راهیسې د افغانستان د مالیې وزارت د مطبوعاتو د امر په توګه دنده درلوده او د خپلو تحصیلي اسنادو د بشپړولو لپاره کندهار ته تللی و.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سروې په اساس په تیرو شپږو میاشتو کې د امنیتي ګواښونو او د هدفي وژنو د زیاتوالي له امله ۴۳ افغان خبریالان له خپلو هېواد څخه وتلو او څه باندې زر خبریالان د خپلو دندو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

په سروې کې راغلي چې په دې موده کې ۹ خبریالان په هدفي بریدونو او د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG