د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دې افغانستان کې د جنګ د ګټلو هیله نلري - جنجوعه


جنجوعه وايي چې باید د افغانستان ستونزه له سیاسې لارو حل شي
جنجوعه وايي چې باید د افغانستان ستونزه له سیاسې لارو حل شي

یو پاکستاني چارواکي ویلي دي چې امریکا دې په افغانستان کې د جنګ د ګټلو فکر پرېږدي او پر ځای دې یې له طالبانو سره د سولې د خبرو هلې ځلې پیل کړي.

د پاکستان ملي امنیت مشاور ناصر خان جنجوعه د سه شنبې په ورځ(مارچ۶) نا وخته دا خبره هم وکړه چې باید د "افغانانو دردونه" ختم شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې د ښاغلي جنجوعه له خولې لیکلي دي "د افغانستان او خلکو دردونه باید ختم شي. په جنګ کې د بریالي کېدو پر ځای باید هغه -جنګ- ختم کړو."

نوموړي هغو راپورونو ته په کتو چې ګنې افغان حکومت پر "څه کم ۶۰سلنه" خاوره حاکم دی، وايي "امکان نلري چې امریکا دې بیا د افغانستان ۴۴ فیصده خاوره ترلاسه کړي. راځئ چې جنګ له سیاسي لارې حل کړو. تر څو پورې به په ا فغانستان کې جنګ غواړئ؟"

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې سپينې ماڼۍ پر طالبانو غږ کړی چې د افغان حکومت له لوري د سولې پر وړاندیز غور وکړي. افغان حکومت له کوم شرط پرته طالبانو ته د سولې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

همدا نن چهارشنبه (مارچ۷) ولسمشر غني وویل د سولې لپاره پر کومې لارې چې روان شوی، بېرته نه راګرځي. تراوسه افغان طالبانو د ښاغلي غني پر وړاندیز غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې تګلارې کې پر پاکستان فشار راوړی چې په خپلې خاورې کې دې د ترهګرو پناځایونه بند کړي، مشران دې یې یا ونیسي او یا دې وشړي.

افغان او امریکايی چارواکي پاکستان تورنوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ننګه کوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG