د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل-اسلام آباد ترمنځ مذاکراتو کې په 'عمده مسئلو' توافق ونشو


د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان چارواکو سره د پاکستاني هئیت خبرې
د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان چارواکو سره د پاکستاني هئیت خبرې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د افغان او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د شنبې د ورځې مذاکرات د خبرو خبرو دوام و چې پاکستان ته د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د عمومي رئیس د سفر په وخت شوې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د شنبې په شپه خبریالانو ته ددې خبرو د نتیجو په اړه وویل چې د افغان او پاکستاني مقاماتو ترمنځ په نننیو خبرو کې د "افغانستان او پاکستان د عمل په پلان" باندې خبرې وشوې او په دې هکله یو لړ پرمختیا وشوه.

خو ښاغلي مستغني زیاته کړه چې په ځینو مهمو شیانو باندې موافقه ونشوه. ښاغلي مستغني د اختلاف وړ مسایلو د جزییاتو په اړه څه ونه ویل.

داسې بریښي چې ناحله مسایل به د پاکستان دننه د ترهگرو پناه ځایونه او د اسلام آباد له لورې د ترهگرو ډلو د ملاتړ په اړه تورونه وي.

ښاغلي مستغني وویل، چې د دواړو خواو ترمنځ د "افغانستان او پاکستان د عمل پلان" د جوړولو په برخه کې یو لړ پرمختګونه وشول.

خو هغه زیاته کړه، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د تروریزم پر ضد د مبارزې د عمل پلان سربیره په یو لړ نورو مهمو مسلو هم خبرې ترسره شوې خو په اړه یې توافق و نه شو.

که څه هم ښاغلي مستغني د دغو مسلو په اړه جزئيات ورنه کړل، خو وې ویل، چې دواړه خواوې به په دې برخه کې د خبرو لپاره د فبرورۍ په نهمه او لسمه بیا په اسلام‌اباد کې غونډه وکړي.

ښاغلي مستغني دغه راز وویل، چې پاکستاني پلاوي د هغو اسنادو او شواهدو په اړه هم افغان لوري ته معلومات ورکړل، چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئيس اسلام‌آباد ته د خپل سفر پر مهال پاکستاني چارواکو ته سپارلي وو.

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان پلاوي وړاندیز وکړ، ترڅو د دغو اسنادو پر سر دواړه خواوې په ګډه څیړنې وکړي.

د پاکستان دغه حکومتي پلاوی، چې نن له غرمې مخکې کابل ته ورسیدل، مشري یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه کوله او د پاکستان د پوځ او استخباراتو لوړپوړي چارواکي په کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG