د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له اسټرالیا سره د ټیسټ لوبه کوي


ټاکل شوې چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوې ټېسټ سیالۍ د ترسره کولو لپاره د سیالیو ډګر ته ووځي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۸مه (غبرګولي اتمه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه یوازنۍ ټېسټ لوبه به د روان زېږدیز کال په نومبر کې د اسټرالیا په کوربه توب د دغه هېواد په پرت لوبغالي کې ترسره شي.

په خبرپاڼې کې د یادې لوبې په اړه د بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي له قوله راغلي چې دا به افغانستان ته ښه تجربه وي: "اسټرالیه پیاوړې لوبډله ده. زموږ لوبډله به ورته بشپړ چمتووالی ونیسي".

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خورېدو او په افغانستان کې د ټولو ورزشي فعالیتونو له ځنډېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ بورډ له یوې بهرنۍ لوبډلې سره د لوبې کولو خبر ورکوي.

نړۍ کې هم د کرکټ ټولې نړیوالې لوبې د کروناویروس له کبله ځنډېدلي دي.

که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې څه وخت به د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي محدودیتونه پای ومومي خو کرکټ بورډ هیله ښودلې چې تر نوامبر میاشتې پورې به د کویډ-۱۹ ستونزه حل شي.

دا به د کرکټ په نړیوالې شورا کې د یو بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې سره د افغانستان پنځمه ټیسټ لوبه وي. له دې مخکې افغان لوبډلې له هند، ایرلنډ، بنګله دېش او ویسټ انډیز سره ټیسټ لوبې کړي چې دوه یې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG