د لاس رسي وړ اتصالات

یوې چاودنې په مصر کې ‍۱۷ تنه ژوبل کړل


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په مصر کې چارواکي وايي د مصر اهرام ته نژدې یوې چاودنې ۱۷ تنه ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي په ژوبل کسانو کې بهرني سیلانیان هم شامل دي. چاودنه پر هغه بس شوې چې بهرني سیلانیان په کې ناست وو. ددې سیلانیانو زیات شمیر یې د جنوبي افریقا وګړي وو.

پېښه د یکشنبې په ورځ (مۍ۱۹) د مصر لوی موزیم ته نژدې شوې ده خو چارواکي وايي چې موزیم ته زیان نه دی رسېدلی.

دا چاودنه داسې مهال کیږي چې مصر ته یو وار بیا د سیلانیانو څپه ماته شوې ده. په مصر کې په ۲۰۱۱م کې د سیاسي کړکیچ څخه وروسته، چې د حسن مبارک حکومت په کې نسکور شو، مصر ته د سیلانیانو تګ راتګ کم شوی و.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.

په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې په بهرنیو سیلانیانو چاودنې کیږي. د ۲۰۱۸م په ډسمبر کې د سړک غاړي ماین یوې بلې چاودنې درې ویتنامیان ووژل .

XS
SM
MD
LG