د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني هڅه کوي چې طالبان او افغان حکومت د سولې خبرو ته کینوي


څه موده مخکې د افغان حکومت یو شمېر سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره لیدلي وو
څه موده مخکې د افغان حکومت یو شمېر سیاستوالو په مسکو کې له طالب استازو سره لیدلي وو

جرمني چارواکي وایي له افغان حکومت او طالبانو سره یې خبرې پیل کړي دي چې د سولې مذاکرات بیا پیل او د افغانستان روانه غمیزه ختمه شي.

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي، جرمني هم هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل یوازې تېره میاشت دوه ځلي په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

نوموړي په کابل کې هم له افغان چارواکو سره پر سولې او بیا پخلاینې خبرې کړي دي. له طالبانو او افغان حکومت سره د ښاغلي پوتسل د خبرو ډېر جزیات مطبوعاتو ته نه دي راوتلي.

ښاغلي پوتسل د رویټرز اژانس ته وویل "په افغانستان کې د سولې پر لوري روان اوسنی فرصت باید ضایع نشي. که د افغانستان ملګري، چې جرمني هم په کې دی، په دغه برخه ګډه مرسته کولای شي، باید یې وکړو. خو په پای کې د طالبانو په ګډون خپله افغانان به د خپل هېواد پر اینده تصمیم نیسي."

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د جرمني د یو بل چارواکي له خولې لیکلي دي که د ترهګرو (طالبان) مشران له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، د سولې بهیر لا ګړندی کېدی شي.

د افغانستان لپاره د جرمني استازي داسې مهال د افغانستان د سولې پر هڅو غږيږي چې په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې جرمني هم د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستو وړاندیز کړی دی. هغه وايي چې د جرمني استازو له طالب مشرانو سره لیدلي دي خو لا کومې پرېکړې ته ندي رسېدلي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو ترمنځ د مذاکراتو شپږم دور همدا څو ورځې مخکې ختم شو. ویل کیږي چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو کومه پرېکړه نه ده شوې.

د سولې په خبرو کې د جرمني د ښکیلتیا یو بل دلیل دا هم بلل کېږي چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې څنګ ته کړل شوی. جرمني له افغانستان سره دویم لوی مرستندوی هېواد بلل کیږي او د ناټو غړی دی.

ټاکل شوې چې د جرمني پارلمان بل کال په دې اړه رایه ورکړي چې ولې د هغوی سرتيري په افغانستان کې پاته شي. جرمني دا مهال د قاطع ماموریت د ملاتړ په چوکاټ کې ۱۲۰۰ سرتیري لري چې په بلخ کې دیره دي.

XS
SM
MD
LG