د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د افغان قواو د تمویل لپاره ټول تړونونه په خپل ځای دي


غني نن پنجشنبه د غوایي دوهمه په کندهار کې د وینا پر وخت
غني نن پنجشنبه د غوایي دوهمه په کندهار کې د وینا پر وخت

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني کندهار ته د خپل سفر په مهال ویلي چې د افغان قواو د تمویل په برخه کې د نړیوالې ټولنې ټول تړونونه په خپل ځای دي.

ولسمشر غني په داسې مهال کندهار ته سفر کړی چې دا ولایت له تیرو څو میاشتو راهیسې د شدیدو نا امنیو شاهد دی.

د تېرو سفرونو برعکس دا ځل د ولسمشر غني د لیدونو او غونډې ټول پروګرام په کندهار ښار کېتر سره شو خو تېر ځل به د هغه سفر یوازې تر ۲۰۵ اتل قول اردو پورې محدود و.

ولسمشر غني په کندهار کې د یوه لوی خصوصي روغتون تر پرانیستل کیدو وروسته په ولایت مقام کې د وینا پر مهال د دې ولایت په وروستیو نا امنیو کې زیانمنو شویو کورنیو ته د بشري مرستو پر رسولو، د کندهار د روغتیايي او پوهنیز بهیر د اصلاح او امکاناتو د برابرولو د اعلان تر څنګ د افغانستان د سولي په اړه هم ځيني مهمي خبري وکړې.

ولسمشر غني په کندهار کې د وینا پر مهال وويل چې له دې ولایت څخه يې د افغانستان د سیاسي زړه په توګه د جمهوریت د صف د پیاوړتیا غښتلی دریځ تر لاسه کړی او دا ځل به افغانان د جمهوریت فصل هیڅکله هم نیمګړی نه پریږدي.

ده زیاته کړه چې: "ځان باندي ډاډ ولری او افغانستان باندي ډاډ ولری موږ، دا جازه نه ور کوو چې دا فصل د جمهوریت دي نیمګړی شي، د افغانستان سیاسي زړه کندهار د جمهوریت په صف کې ولاړ دی او پر ځان باور مند دی، افغانستان د شېرسرخ په څېر له تاریخي شېبو سره مخ دی او د شېر سرخ په څېر به عمل کیږي، نړیوال قواووي وځي زموږ ژمنه داده چې دوی په عزت باسو مګر موږ دا خاوره ساتلې او ساتو يې، د افغان قواوو د تمویل په برخه کې ټول تړونونه پر ځای دي او د امریکا دحکومت د ۳ سوه ميلیونه نوې ژمنه د دې ښه ثبوت دی".

ولسمشر غني د افغان سولې په اړه پاکستان ته په خطاب کې وويل چې د ګټلو او بایللو له سیاست څخه دې یو انتخاب کړي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم په کندهار کې د وینا پر مهال وويل چې دوی د سولي لپاره قربانی ته چمتو دي خو هیڅکله به واک یوې کوچنۍ ډلې ته ونه سپاري.

ده زیاته کړه چې د سولې د راتګ لپاره چمتو دی چې د دوی تر انتخابي نېټې مخکې واک اولس ته وسپاري خو هیڅکله به هم د ولسواکۍ تر اصل تېر نشي.

ده وويل: "که ولس پریکړه وکړه او په انتخاباتو کې يې دا واک تاسې (طالبان) ته درکړي درته مبارک دې وي خو موږ هیڅکله یو کوچنۍ دلې ته واک نه ور کوو موږ به د خلګو لاس ته راوړنې ساتو، که هغه جمهوریت دی او یاهم بل ارزښت د طالبانو بله پلمه داوه چې بهرني ځواکونه دي، اوس په کندهار کې بهرني ځواکونه ډیر محدود شمېر کې دي او پاته به هم په یوه میاشت کې ووځي".

نوموړي وويل چې که پاکستان په افغانستان کې د جنګیدونکو وسله والو تمویل ونکړي نو دا جګړه به ۳ میاشتې هم دوام ونکړي.

کندهار کې د روغتون پرانیستل

د مهمند په نوم د یوه خصوصي ۲ سوه بستریز روغتون د پرانیستې پر مهال ولسمشر غني وويل چې یاد روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دې روغتون طبي امکانات يې د سیمې د هیوادونو په کچه پرمختللي وبلل.

نوموړي دغه راز وويل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره نور په هیواد کې د جګړې لپاره دلایل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چي د جګړې پر ځای دې د هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

کندهار له تیرو ۶ میاشتو راهیسې د نا امنیو له لويې څپې سره مخ دی چې لا يې هم پنځه ولسوالۍ تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

د ښار په شمال کې د ارغنداب ولسوالي چي د لویو جګړو په مرکز اوښتې لايې هم کلیو ته د تګ راتګ لارې تړلې دي او زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ د بیرته ستنیدو شېبې شمېري.

حکومت د دې ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره د بشري مرستو او د زراعتي سیستم د بیا رغیدو لپاره د ځينو پروژو اعلان هم کړی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG