د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتي کمېسیونونو د کار پر شفافیت د امریکا سفارت ټینګار


په داسې حال کې چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو پر فیصلو باندې د زرګونو ثبت شویو استینافي اعتراضونو د څیړلو کار دوام لري، د امریکا سفارت د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې پر همغږۍ او شفافیت ټینګار کړی دی.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن ویلي، چې د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې همغږي او شفافیت د انتخاباتو په پروسې د خلکو د باور لامل کېږي.

راس ویلسن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ډیموکراسۍ د خوندي ساتلو لپاره د قوانینو درناوي، ګډون او پاملرنې ته اړتیا ده.

د امریکا سفارت دا ټینګار وروسته له هغې کړی، چې له دې وړاندې په یو شمیر محلونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش په اړه د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د نشتوالي په تړاو راپورونه نشر شوي.

د استینافي اعتراضونو څیړل

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې د استینافي اعتراضونو او استثنايي قضیو په اړه به خپلې فیصلې راتلونکې اونۍ اعلان کړي.

د دغه کمېسیون منشي محمدقاسم الیاسي د پنجشنبې په ورځ د جنوري په ۳۰مه (سلواغې ۱۰مه) خبریالانو ته وویل، چې کمېسیون به د شاوخوا ۹۰ فیصده استینافي او استثنایي قضیو په اړه فیصلې وکړي.

ښاغلي الیاسي زیاته کړه، چې په دغو قضیو کې څلور یې "خورا مهمې" دي، چې پر وینا یې د ۲۳۹زره رایو او په ۲۴۲۳ محلونو کې د نتایجو د جدول او د بایومتریکه معلوماتو ترمنځ د توپیر په اړه دي.

هغه وویل: "دا څیړل شوي دي، په اړه یې حقوقي ارزونه هم شوې ده، د کمېشنرانو د میز پر سر دي، ډېر ژر به یې په اړه فیصله وشي".

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون منشي دغه راز وویل، چې د نتایجو د جدول او بایومتریکه معلوماتو ترمنځ د توپیر، په یو شمیر محلونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې او د یو شمیر رایو د باطلولو په اړه د نورو ثبت شویو استینافي شکایتونو څیړل هم دوام لري.

د افغانستان د جمهوري ریاست درېیو کاندیدانو محمداشرف غني، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار انتخاباتي ډلو، د شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو د پریکړو په اړه څه باندې شپږ زره او ۲۹۰ استینافي اعتراضونه ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG