د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق سنيان له امریکا پوځي زده کړې او وسلې غواړي


د عراق د جمهور رئیس مرستیال اسامه النجیفي د امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره په واشنگټن کې دی
د عراق د جمهور رئیس مرستیال اسامه النجیفي د امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره په واشنگټن کې دی

د عراق د جمهور رئیس مرستیال اسامه النجیفي چې په هغه هیواد کې د سونیانو تر ټولو لوړپوړی مقام دی، عراقي سني ملیشو ته د پوځي مرستو د جذب هڅه کوي.

ښاغلي نجیفي چې د امریکا متحده ایالاتو ته راغلی هیله من دی چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت به په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو پر وړاندې د مقابلې لپاره د هغه غوښتنې ته هرکلی ووایي.

خو کیدای شي دغه ډول غوښتنه د واشنگټن له لورې ونه منل شي، ځکه د کارپوهانو په اند د امریکا حکومت په عراق کې د ایران د نفوذ د زیاتېدو سره سره د عراق سني جنگیالیو ته د مرستې ورکولو ته لیواله نه دی.

ښاغلي النجیفي د اسوشیتدپرس اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې په عراق کې د داعش په ماتې سره د هغه هیواد سني مذهبه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري. هغه ویلي دي چې د عراق شیعه مذهبه ملیشې چې د هغه په وینا د ایران له لورې یې ملاتړ کیږي، باید بې وسلې کړای شي.

د عراق د جمهور رئیس د مرستیال ورور اثیل النجیفي چې د داعش له ولکې دمخه د موصل ولایت والي و د عراق د سني ملیشو د یوې عمده څانگې مشري کوي.

د ٢٠١۴ کال په اوړي کې پر موصل ښار باندې د داعش له ولکې وروسته اثیل النجیفي ترکیې ته وتښتید او له انقرې یې وغوښتل چې د عراق سني ملیشو ته پوځي زده کړې او وسله برابره کړي.

د اثیل النجیفي ملاتړو د ٢٠١٥ کال راهیسې د امریکا کانگرس او نورو مقاماتو ته لاره موندلې او عراقي سني ملیشو ته یې د وسلو او نورو امکاناتو د برابرولو اوږد لیست امریکایي مقاماتو ته سپارلی دی.

سنیان چې د عراق د نفوس شاوخوا ۴٠ فیصده جوړوي د صدام حسین د نظام له نړیدو وروسته یې تل شکایت درلودلی چې د شعیه اکثریت حکومت له صحنې ویستلي دي.

XS
SM
MD
LG