د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش یو ځانمرګي د پاکستان په بلوچستان کې ۲۰ تنه ووژل


تېر کاله هم په بلوچستان کې په یو زیارتکې ځانمرګی برید وشو او لسګونه کسان یې ووژل
تېر کاله هم په بلوچستان کې په یو زیارتکې ځانمرګی برید وشو او لسګونه کسان یې ووژل

په پاکستان کې چارواکي وايي یو ځانمرګي برید د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل او شاوخوا ۳۰ نور یې ژوبل کړل.

برید د صوفي په زیارت کې شوی دی. اسوشیتډ پرس وايي د برید مسولیت د داعش ډلې منلی دی.

چارواکي وايي یو پولیس ځانمرګی وپېژنده او نیولی خو بیا یې هم ځان والوزوه. د بلوچستان ایالتي وزیر سرفراف بګتي رویټرز ته وویل چې د پولیس دغې قربانۍ د ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونیوله.

زخمیان روغتونونو ته انتقال شوي او ویل کیږي چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی. د کوټې په ۴۰۰ کیلو مېترۍ کې د جل مکسي زیارت کې ډېر خلک راټول شوي وو، هلته د یو سیمه ییز مشر فاتحه وه چې ځانمرګی برید وشو.

دا ډول بریدونه د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي پروژې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتوي، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دا پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لویه اقتصادي پروژه بلل کیږي.

د تېرکال د نومبر په میاشت کې هم د بلوچستتان د صوفیانو په یو بل زیارت کې ځانمرګی برید وشو،لږ تر لږه ۵۲ تنه یې ووژل او ۱۰۰ نور یې ژوبل کړل او مسولیت هم د داعش ډلې واخیست.

XS
SM
MD
LG