د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د اسعارو د تبادلې په بازار کې د یو ډالر بیه ۸۸ افغانیو ته راټیټه شوې


د افغانستان په مرکزي بانک او ددې هیواد په بازارونو کې د ډالرو شتون ددې سبب شوي چې پدې تیرو څو ورځو کې د پیسو د تبادلې په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه هم پورته شي.

په سرای شهزاده کې نن شنبه د فبرورۍ ۵ (سلواغې ۱۶) یو امریکايي ډالر څه باندې اته اتیا افغانیو سره تبادله کیده.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمان ځیرک امریکا غږ ته د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بیې د لوړیدو یو علت د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو زیاتوالی وښود.

ښاغلي ځیرک وویل: "په مارکیټ کې ډالر شته، پریمانه دي. ډالرو ته د سوداګرو او نورو هیوادوالو تقاضا تر یوې اندازې پورې پوره شوې ده او علت یې همدا دی، چې د بشري مرستو د پیسو کڅوړې زیاتې راځي".

دا بیه په تیرو نږدې شپږو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ خورا لوړه بیه ده. د جمعې په ورځ یو ډالر په شاوخوا ۹۴ افغانیو تبادله کیده، یوه اونۍ وړاندې یو ډالر شاوخوا په ۱۰۴ افغانیو تبادله کیده.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې افغانستان بانک د ډالرو په بدل کې د افغانیو د بدلیدو بشپړ توان لري، خو تراوسه په دې برخه کې هیڅ کوم بانک د افغانستان بانک سره اړیکه نه ده نیولې.

د رویترز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د یو لوړ پوړې چارواکي له قوله ویلي، چې دغې ادارې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره ۱۳۵ میلیونه ډالره کابل ته انتقال کړي، خو د بهرنیو اسعارو څخه په راکړه ورکړه کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله دغو پیسو څخه کار نشي اخیستلی.

د رویترز اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام "یو این ډي پي" د افغانستان د دفتر رئیس عبدالله الدردري د بندیزونو په تړاو یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې ملګروملتونو د افغانستان نړیوال بانک "اې آی بي" ته دا پیسې د طالبانو د حکومت د دې ژمنې پر اساس چې ډالر به په افغانۍ بدلوي انتقال کړې، خو تراوسه د افغانستان بانک دا کار نه دی.

ښاغلي عبدالله الدردري وویل، چې د ملګروملتونوانکشافي پروګرام هم د افغانستان په نړیوال بانک "اې آی بي" کې خپل ۳۰ میلیونه ډالر لري چې تراوسه دا اداره په دې نه ده توانیدلی، چې دا ډالر په افغانیو بدل کړي.

د طالبانو حکومت د روان هجري شمسي کال د لړم په ۱۱ مه په افغانستان کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع کړه او ویې ویل چې له دې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کیږي.

د افغانستان بانک د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا بانک د ټولو بانکونو سره هره ورځ په تماس کې دي او ددې بانک او نورو بانکونو ترمنځ د " آی سي ایس ایس" سیستم له لارې د پیسو لیږد دوام لري.

افغانستان بانک ویلي، چې دا بانک پر افغانیو د بهرنیو اسعارو د تبادلې بشپړ توان لري او هم چمتو دی، چې د نړیوالې ټولنې د بشري نغدي مرستې ۳۴ ولایتونو ته په رسولو کې همکاري وکړي.

افغانستان بانک ویلي، چې په ټول هیواد کې په بازارونو کې د افغانیو د کمښت ستونزه نشته دي. دغه بانک په اعلامیه کې ویلي، چې د ملګروملتونو د یو این ډي پي د افغانستان د دفتر د مشر د څرګندونو په اړه یې خپل شکایت ملګروملتونو دفتر ته سپارلی دی. تر اوسه ملګروملتونو د افغانستان بانک څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG