د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو په وړاندې د ډالر ټیټېدل؛ یو امریکايي ډالر ۹۴ افغانۍ تبادله کیږي


په کابل کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې مرکز (شهزاده سرای) او طالب چارواکي د ډالرو په وړاندې د ا فغانیو د پورته کېدو خبر ورکوي.

شهزاده سرای نن چهارشنبه فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) پر خپل فېسیوک پاڼه لیکلي چې تر نن ماسپښين پورې یو امریکايي ډالر په ۹۴ افغانۍ تبادله کیږي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن چهارشنبه په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر په ۹۴ افغانۍ تبادله کیږي.

دا په داسې حال کیده چې په دې وروستیو کې افغانۍ په بېساري ډول د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو په وړاندې راټیټه شول.

د روان کال د لېندۍ میاشتې پر ۲۲مه په کابل کې د اسعارو د تبادلې په بازار کې یو ډالر په ۱۲۵افغانیو تبادله کېده.

د افغانیو په وړاندې د ډالرو تر لوړېدو وروسته د طالبانو حکومت وویل چې د دوی د وزیرانو د شورا په غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره باید کوټلي ګامونه پورته شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال وویل چې د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ « اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات» وکړي.

په پرېکړې کې همدغه راز ویل شوي‌ چې د افغانۍ د ثبات لپاره دې «د هر ډول ډالرو د چاقاق، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش» مخه هم ونیول شوي.

په افغانستان کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو په لوړېدو سره د خوراکي او سونګ توکو بیې هم لوړې شوې چې له امله یې خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړل.

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ډالرو په وړاندې د افغانیو پورته کېدو ته په کتو له سوداګرو څخه غوښتي چې خپل توکي په مناسبه بیه وپلوري.

د سوداګر ۍخونې ویلي چې د افغانیو لوړوالی د خوراکي توکو په بیو مثبت اغیز لري: "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ټولو درنو سوداګرو او پلورونکو څخه په خورا درنښت هیله کوي، چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزې او د ژمي سوړ موسم په نظر کې نیولو سره د خرڅلاو توکي په وړ او مناسبه بیه وپلوري او د ستر اجروثواب ترلاسه کړي."

XS
SM
MD
LG