د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان: امریکا زموږ له بندرونو نه  افغانستان ته اکمالات کولی شي


افغانستان ته د پاکستان له لارې د امریکا او ناټو اکمالات څو ځلې له خنډ سره مخامخ شوي دي
افغانستان ته د پاکستان له لارې د امریکا او ناټو اکمالات څو ځلې له خنډ سره مخامخ شوي دي

قزاقستان، د امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکړه چې ددې هیواد له بندرونو نه افغانستان ته د مالونو د لیږدولو لپاره استفاده وکړي.

د قزاقستان پارلمان هغه موافقه تصویب کړه چې د امریکا متحده ایالات کولای شي ددې هیواد د کسپین بحیرې له بندرونو نه افغانستان ته غیر پوځي مالونه ولیږدوي.

د قزاقستان د اکتاو او کوریک له بندرونو څخه په گټې اخیستلو سره به د امریکا متحده ایالات یو بل امکان هم ترلاسه کړي چې له روسیې نه مخکې شي. دمخه روسیې هم افغانستان ته ددې هیواد له لارې د ناټو د اکمالاتو ته اجازه ورکړې وه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ وویل چې افغانستان د امریکا لیږدونکي مالونه به یواځې غیر پوځي وسایل وي. دغه مالونه به د کسپین بحیرې له لارې اذربایجان ته او بیا د ختیځ قزاقستان له لارې ازبکستان ته انتقالیږي چې د افغانستان سره د ریل گاډي له لارې وصل شوی دی.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمانوف وویل چې د قزاقستان او امریکا ترمنځ ترانزیتي تړون د ٢٠١٠ کال راهیسې شوی او تر اوسه څه دپاسه ٧٠٠ کانټینره مال له دې لارې لیږدول شوی چې قزاقستان ترې ٦٢٥ زره ډالر عاید ترلاسه کړی دی.

د قزاقستان ملاتړ په ښه وخت کې وشو

د امریکا متحده ایالات، افغانستان ته د ترانزیتي مالونو په لیږدولو کې د دوو سرسختو شریکانو پر ضد په اقداماتو کې ښکل شوي دي. د یوې خوا یې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د لاسوهنو په وجه پر روسیې باندې نوي بندیزونه لگولي او اړیکې یې خرابې شوي دي. او د بلې خوا پاکستان چې افغانستان ته د مالونو د لیږدولو اسانه لار وه، څو ځلې یې هغه هیواد ته د امریکا د پوځي مالونو لیږدول ځنډولي وو. په ٢٠١١ او ٢٠١٢ کې دغه لار افغانستان د امریکا د پوځي تدارکاتو د لیږدولو پر مخ اته میاشتې بنده وه.

د پاکستان سره د امریکا اړیکې د جنورۍ د میاشتې راهیسې نورې هم خړې پړې شوي. نیویارک ټایمز وايي واشنگټن پاکستان ته شاوخوا ١،٣ میلیاردو ډالرو کلنۍ پوځي مرستې ځنډولي دي. امریکا له پاکستان غواړي چې په پخپله خاوره کې ترهگرو ته پناه ځایونه ورنکړي او د هغوی پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د قزاقستان جمهور رئیس نور سلطان نظربایف د جنورۍ په میاشت کې امریکا ته سفر کړی و او په سپینې ماڼۍ کې ورته ښاغلي ټرمپ تود هرکلی ووایه. ښاغلي ټرمپ قزاقستان پدې وستایه چې افغانستان ته یې د مالونو لیږدولو لپاره پرله پسې لوجستیکي امکانات برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG