د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې مظاهرو صدراعظم استعفا ته مجبور کړ


سعد حریري درې ځلې د لبنان صدراعظم و.
سعد حریري درې ځلې د لبنان صدراعظم و.

د لبنان صدراعظم سعد حریري په خپل هېواد کې د خلکو له مظاهرو وروسته اعلان وکړ چې استعفا کوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) اعلان وکړ چې خپله استعفا به ولسمشر ته وړاندې کړي خو ویې نه ویل چې کله.

په لبنان کې له شاوخوا دوو اونیو راهېسې د حکومت ضد مظاهرې روانې وې او مظاهره کوونکو د صدراعظم استعفا غوښتله.

حکومت څه موده مخکې پر یو شمېر نورو مسایلو سربېره د (وټس اپ) پر تیلیفوني مکالمو هم مالیه ولګوله چې همدغه کار د خلکو غوصه راوپاروله او د هیواد په پلازمینه بیروت کې د دولت ضد لاریونونه پیل شول.

د مظاهرو له کبله په لبنان کې لویې لارې، ښوونځي، روغتونونه او کاروبارونه تړل شوي وو.

سعد حریري شاوخوا دوه کاله مخکې په لبنان کې د ایتلافي حکومت صدراعظم شو چې په کابینه کې ورسره سیاسي مخالفان هم وو. هغه درې ځلې د لبنان صدراعظم پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG