د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ناټو ځواکونو هلمند کې د مخدراتو فابریکې له منځه وړي


دا اول ځل دی چې بې-۵۲ الوتکې هم د مخدره موادو په ضد عملیاتو کې برخه اخلي
دا اول ځل دی چې بې-۵۲ الوتکې هم د مخدره موادو په ضد عملیاتو کې برخه اخلي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن وايي چې د یو قوي پلان له مخې یې د مخدره موادو د تولید پر کارخانو بمباري کړې ده.

ښاغلي نیکولسن د دوشنبې په ورځ وویل چې په لومړي ځل د مخدره موادو پر ضد عملیاتو کې اف-۲۲ الوتکې وکارول شوې. همدغه راز بي-۵۲ الوتکو هم په دغو عملیاتو کې برخه واخیسته او په هلمند او ځینو نورو سیمو کې یې د مخدراتو د تولید کارخانې له خاورو سره خاورې کړې.

افغان حکومت وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت په ملتیا یې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید مرکزونو د له منځه وړلو عملیات پیل کړي دي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه عملیات تیره شپه د افغانستان له جنوبي ولایت هلمند څخه پیل شوي، چې په ترڅ کې یې د هیروئینو د تولید اته عمده مرکزونه په نښه او له منځه تللي دي.

په دغو عملیاتو کې زیات پام د هلمند ولایت په سنګین، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالیو کې د مخدراتو د تولید مرکزونو له منځه وړلو ته اړول شوی دی.

په بیان کې راغلي "د افغانستان حکومت په ډاګه کوي، چې اوسنۍ جګړه د نشه یي توکو جنګ او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د تمویل اساسي سرچینه بلل کېږي او تروریستان له دې څخه په استفادې فعالیت کوي، خو د نشه یي توکو د نابودۍ کمپاین د افغانستان حکومت له ستراتیژیکو اهدافو څخه دی".

افغان حکومت ویلي، چې د مخدره موادو د پروسس سرچینو په نښه کولو لپاره جدي تصمیمونه او تدابیر نیول شوي، ترڅو په افغانستان کې د مخدراتو د پروسس او سوداګرۍ ټول مرکزونه او سرچینې له منځه یوړل شي.

د افغان چارواکو پر وینا، مخدره مواد د جګړې او تروریزم د تمویل عمده سرچینې دي او په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل، له جرمي اقتصاد، د مخدراتو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري.

دغه راز د ارګ په بیان کې ویل شوي، چې مخدره موادو په میلیونونه انسانان زیانمن کړی او زیات شمېر کورنۍ او افغان ځوانان د دغې پدیدې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

دغه عملیات وروسته له هغې پیل شوي، چې سږکال په افغانستان کې د مخدراتو کر او تولید بې‌سارې کچې ته رسیدلی دی.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د وروستۍ سروې پر بنسټ، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې پر ۳۲۸زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او ورڅخه ۹۰۰۰ ټُنه اپین حاصل اخیستل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، د تیر کال په پرتله سږکال د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

تیر کال په افغانستان کې په ۲۱۰زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

XS
SM
MD
LG