د لاس رسي وړ اتصالات

تمه کیږي پاکستان د افغان مهاجرو د پاتې کیدو موده وغځوي


د پاکستان حکومت نیت لري چې د افغان مهاجرینو په پاکستان کې د پاتې کیدو موده د نورو شپږو میاشتو لپاره وغځوي. داسې ویل کیږي چې د پاکستان حکومت به په یو څو ورځو کې دغه فیصله اعلان کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د دسمبر ٣١ د افغانانو د بیرته ستنیدو نیټه ټاکلې وه.

د پاکستان د سرحدي چارو وزارت د امریکاغږ اردو څانگې ته ویلي چې په دې هکله یې وړاندیز تیار کړی او حکومت ته یې استولی دی. داسې توقع ده چې حکومت به په دغه لړ کې حتمي فیصله په یو څو ورځو کې وکړي.

افغان مهاجر چې د څلویښتو کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، زیاتره یې بیرته خپل وطن ته ستانه شویدي. د پاکستان حکومت وایي چې په دغه ملک کې ١٣ سوه زره قانوني او ٧ سوه زره غیرقانوني مهاجر موجودي دي.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره د ادارې یعني د یواین ایچ سي آر په مرسته د غیرقانونه مهاجرینو د نومونو د ثبتولو پروسه شروع کړیده. د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره اداره د هغو افغان مهاجرینو مالي مرستې هم کوي چې غواړي بیرته افغانستان ته کډه ورکړي.

د ٢٠٠٢ کال راپدیخوا ۴٣ لکه افغانان په خپله خوښه بیرته ستانه شوي دي.

پاکستان وایي چې غواړي افغانان په خپله خوښه بیرته وطن ته لاړ شي. له بلې خوا په پاکستان کې میشت افغان مهاجرین گیله کوي چې ځایي پولیس یې ځوروي.

XS
SM
MD
LG