د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد: د جنرال رازق د ترور پلان پاکستان کې نه و جوړ شوی


ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ کندهار ته تللی و چې د جنرال رازق له کورنۍ سره غمشریکي وکړي
ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ کندهار ته تللی و چې د جنرال رازق له کورنۍ سره غمشریکي وکړي

پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني هغه څرګندونې بې بنسټه بللې چې ګنې د جنرال رازق د وژلو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې تر دې دمه افغان حکومت له پاکستان سره په دې اړه کوم استخباراتي معلومات شریک کړي نه دي.

په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۴) ولسمشر غني د کابینې په غونډې کې وویل چې د جنرال رازق د وژلو پلان په پاکستان کې جوړ شوی و او ښکېل کسان باید وپېژندل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په کندهار کې هم په یوې غونډې کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د جنرال رازق په وژلو کې ښکېل کسان افغانستان ته وسپاري.

هغه په دې اړه سپیناوی ونکړ خو ویې وویل چې د ښاغلي رازق د وژلو توطیه په پاکستان کې جوړه شوې وه. تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي هم دا خبره کړې وه چې د جنرال رازق د وژلو پلان له پولې اغاړې جوړ شوی و چې اشاره یې پاکستان ته وه.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي دا به ښه وي چې د مطبوعاتو له لارې د یو او بل د تورنولو پر ځای دا ډول خبرې د حکومتونو ترمنځ په سړه سینه وشي.

جنرال رازق څو ورځې مخکې د کندهار د ولایت په ودانۍ کې دننه په یو برید کې ووژل شو. طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی. افغانستان د پاکستان حکومت د طالبانو په ملاتړ او ننګې تورنوي.

XS
SM
MD
LG