د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د نورو بریتانیایي دیپلوماتانو د ایستلو امر کړی


په مسکو کې د بریتانیا سفارت
په مسکو کې د بریتانیا سفارت

روسیې د شنبې په ورځ له بریتانیا وغوښتل چې خپل څه دپاسه ٥٠ دیپلوماتان او تخنیکي کارکوونکي له روسیې نه وباسي.

د روسیې دغه اقدام د هغو غچ اخیستونکو اقداماتو سربیره دي چې مسکو تیره اونۍ د هغه هیواد نه د ٢٣ برتانیایي دیپلوماتانو د ایستلو امر کړی و.

روسیې د جمعې په ورځ د ناټو د ٢٣ غړو هیوادونو نه غوښتي وو چې خپل ١٥٠ دیپلوماتان د ٢٠١٨ کال د اپریل تر پنځمې پورې ددې هیواد نه وباسي.

مسکو دغه اقدام د امریکا له لورې د متحده ایالاتو نه د ٦٠ روسي دیپلوماتانو په غچ کې کړی دی.

له بلې خوا په لندن کې د روسیې سفارت شکایت کړی چې د لندن په هیترو هوایي ډگر کې پولیسو د ایروفلوت په نامه ددې هیواد یوه الوتکه تالاشي کړې ده.

د روسیې سفارت ویلي دي چې د بریتانیا د سرحدي پولیسو او د گمرک د چارواکو له خوا ددې هیواد د الوتکې تالاشي د نړیوالو مقرراتو نه خلاف کار دی. دغه الوتکه له مسکو نه لندن ته تللې وه.

دغه سفارت په یو ټویټري پیغام کې لیکلي دي چې دا کار "د بریتانوي مقاماتو یو بل څرگند لمڅونکی عمل دی" چې د روسیې د پخواني جاسوس او د هغې د لور د مسلې په ارتباط یې کوي.

د څه دپاسه ٢٠ غربي هیوادونو او ناټو سازمان څخه د روسي دیپلوماتانو ډله ییزه ایستنه د لندن د هغه ادعا په غبرگون کې شوي چې وایي مسکو پر یو پخواني دوه اړخي جاسوس سرگی سکریپال، باندې په برید کې لاس درلود.

دغه دوه طرفه جاسوس د خپلې لور سره یوځای د بریتانیا د سلسبري ښار په یو پارک کې په زهرو مسموم کړي وو.

مسکو په دغه پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي او ادعا یې کړې چې دا برید د بریتانیا د استخباراتي ادارې له لورې د روسي ضد احساساتو د تحریک کولو په مقصد شوې ده.

سرگي سکریپال چې یو وخت یې د روسیې پوځي استخباراتي ادارې ته کار کاوه یو روسي جاسوس یې د بریتانیا په جال کې گیر کړی و. هغه چې ددې کار په وجه په روسیه کې بندي و، د جاسوسانو د تبادلې په یوه معامله کې راخلاص شوی و.

سکریپال د مارچ د څلورمې نیټې له برید وروسته اوس د خپلې ٣٣ کلنې لور سره یوځای د بریتانیا په یو روغتون کې بستر دی او روغتیایي حالت یې خطرناک دی.

XS
SM
MD
LG