د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر د قطر په راتلونکي غونډې کې ګډون نه‌کوي


افغان حکومت د امنیت شورا د طالبانو د سفرونو په اړه شکایت کړی و
افغان حکومت د امنیت شورا د طالبانو د سفرونو په اړه شکایت کړی و

وسله وال طالبان ادعا کوي چې ملا برادر د "سفر د اسنادو" د نشتوالي له کبله د راروانې دوشنبې په ورځ (فبروري۲۵) له امریکايي پلاوي سره د خبرو لپاره قطر ته سفر نشي کولی.

د طالبانو یو مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی مشر ملا عبدالغني برادر د سفر د اسنادو او د طالب مشرانو ترمنځ د نا حل شویو مسایلو " له کبله قطر ته نشي تلی.

ټاکل شوې ده چې امریکایي او طالب استازي راتلونکې اونۍ په قطر کې بیا د سولې مذاکرات پیل کړي. ملا برادر په پاکستان کې بندي و.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې پاکستان د هغه په غوښتنه ملا برادر له بنده ازاد کړ. طالبانو هغه په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.

طالبان په کومو پاسپورټونو سفر کوي؟

تېره اونۍ طالبانو وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کبله د دوی پلاوی ونه توانېده چې پاکستان ته سفر وکړي.

افغان حکومت هم د امنیت شورا ته د طالبانو د آزاد تګ او راتګ او سفرونو په اړه رسمي شکایت کړی و.

په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال وايي چې په قطر کې مېشت طالب استازي او نور مشران یې د افغانسان په پاسپورټونو سفرونه کوي.

وايي کله چې په ۲۰۱۳م کې په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانیستل شو، د امریکا په هوکړې او مشورې باندې طالب استازو ته افغان پاسپورټونه جوړ او ورکړل شول.

په کال ۲۰۱۴ کې د "سولې د عالي شورا یو چارواکی له کابل څخه قطر ته ولاړ او هلته یې د هغو پنځو طالب استازو پاسپورټونه هغو ته وسپارل چې د ګوانتنامو له زندان څخه خوشې شوي و". د طالبانو د دفتر نورو غړو پاسپورټونه بیا په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو پر مهال په کال ۲۰۱۳ کې دوي ته ورکړل شول.

په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال زیاتوي چې طالبان په ځانګړو الوتکو کې سفرونه کوي نو ځکه پاسپورټونو او ویزو ته ضرورت نه لري خو د دوي ټول بهرني سفرونه د امریکا او قطر په هوکړه تر سره کیږي.

طالبان وايي چې د بندیزونو له کبله ملا برادر قطر ته سفر نشي کولی، خو تر دې مخکې د طالبانو ځینو استازو مسکو، ایران، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته سفرونه کړي دي.

ځینې افغان چارواکي وايي چې د طالبانو مشران د پاکستان په پاسپورټونو سفرونه کوي. د طالبانو مخکنی مشر ملا منصور یې ښايي ښه بېلګه وي، هغه د ۲۰۱۶ کال د مۍ په میاشت کې ایران ته تللی و چې د بېرته راتګ پر مهال په بلوچستان کې ووژل شو او تر څنګ یې په مستعار نوم یو پاکستانی پاسپورټ هم وموندل شو.

د سولې د عالي شورا یو غړي امین الدین مظفري امریکا غږ ته وویل چې دوی هم نپوهیږي چې طالب استازي او مشران په کومو پاسپورټونو سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG