د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د افغانستان په اړه د پاکستان د۹۰ لسیزې تګلاره بدله شوې؟


په افغانستان کې د سولې د خبرو پیلدو راهیسې د پاکستان د رول په اړه هم تبصرې کیږي او د چارو ځینو پوهان پدی نظر دي چې پاکستان لا اوس هم د افغانستان لپاره خپله تگلاره نده بدله کړې

پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړیده چې په افغانستان کې د سولې د خبرو په اړه یې ریښتونې هڅې کړیدي او طالبان یې خبرو ته تیار کړیدي.

په واشنگټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین وایي چې د افغانستان لپاره تگلاره د ٩٠ لسیزې په پرتله لا هم نده بدله شوې. هغه امریکاغږ ته وویل:"پاکستان او هم هغه زړې گټي لري او غواړي چې په کابل کې یو داسې حکومت ولري چې د هند ضد وي. پاکستان پوهیږي چې طالبان به د هغوي د خوښې تگلاره ولري."

ښاغلي کگلمین وویل چې حتمي خبره دا ده چې پاکستان به د کابل د هغه حکومت سره چې طالبان پکې ونډه ولري زیات مطمین وي. خو زیاته یې کړه چې پاکستان او امریکا په افغانستان کې بیخې بیل بیل گټې لري. "دا مونږ ته د دی یادونه کوي چې پاکستان او امریکا د سولې د خبرو په اړه موافق دي خو دغه دواړه ملکونه د افغانستان د راتلونکې په اړه مختلف نظر لري."

زلمي خلیلزاد هم د سولې د خبرو په اړه ویلي دي چې طالبان په حکومت کې ونډه غواړي.

په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک وایي چې پاکستان بیا خپلې زړې گټي لټوي. هغه امریکا غږ ته وویل: "د سولې مذاکرات د افغان ولس د هیلو او امیدونو استاځیتوب نه کوي بلکه دا د امریکا او د سیمې د ملکونو د گټو په اساس کیږي."

ښاغلي خټک وویل چې دا د طالبانو او پاکستان کامیابي ده چې امریکا یې پخپلو شرایطو د خبرو میز ته راوستلو.

هغه زیاته کړه:"طالبان او پاکستان پدی خوشحاله دي چې امریکا اوس د هغو په شرطونو خبرې کوي. دا ډیره د حیرت وړ خبره ده چې امریکا د خبرو پیلیدو نه مخکې د طالبانو نه د ځانمرگه بریدونو او د ترهگرۍ نه د لاس اخیستلو غوښتنه نده کړې. دا پخپله ترهگري زیاتوي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرله پسې دا وایي چې د سیمې د سولې لپاره د طالبانو سره خبرې ضروري دي او په افغانستان کې سوله به د پاکستان په گټه وي.

XS
SM
MD
LG