د لاس رسي وړ اتصالات

فکر نکوم طالبان دې په تړون عمل وکړي- امریکايي جنرال


جنرال مکینزي
جنرال مکینزي

د منځني ختيځ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړپوړی قوماندان وايي فکر نکوي چې طالبان دې په خپلو ژمنو وفا وکړي.

د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي د سه شنبې په ورځ (مارچ۱۰) له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې امریکا پلان لري تر پسرلي پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي خو "په ۱۴ میاشتو کې د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه لا کوم پوځي پلان جوړ شوی نه دی".

ښاغلي مکینزي زیاته کړه: "تر دې دمه زموږ د باور خلاف د طالبانو بریدونه هماغسې زیات او دوامدار دي. که هغوی دا بریدونه کم نکړي، سیاسي مشرتابه (امریکا) به یې په اساس پرېکړه وکړي."

نوموړي همدغه راز وویل چې طالبان د داعش د ځپلو وړتیا لري. هغه وویل د افغانستان په ختیځ کې طالبانو د داعش ډله وځپله او هغوی په دې برخه کې ډېر اغیزناک رول ولوبوه.

جنرال مکینزي وویل چې د افغانستان د حالت په اړه د هغه خوشبیني او بدبینی مهمه نه ده، مهمه دا ده چې هره پرېکړه په افغانستان کې د حقایقو او پېښو په اساس نیول کیږي.

نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کړي دي چې امریکايي ځواکونو ویلي له طالبانو سره د موافقې په اساس یې له افغانستان څخه وتل پیل کړي دي.

په تړون کې ویل شوي دي چې امریکا به په مشروط ډول له افغانستان څخه ځواکونه وباسي او که طالبانو په خپلو ژمنو وفا ونکړه، دا تړون ماتېدی شي.

لا معلومه نه ده چې د ځواکونو د شمېر د کمولو لړۍ کله پیل شوې او څومره وتلي دي. امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ عسکر لري چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي او سلا مشورې ورکوي.

په تړون کې د طالبانو مهم شرط هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. د تړون په اساس دویم ګام به د بین الافغاني مذاکراتو پيل وي چې په هغه هېواد کې روانې غمیزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG