د لاس رسي وړ اتصالات

د تاشکند کنفرانس طالبانو ته: سوله بایلونکی نلري


د ازبکستان جمهور رئیس میرضیایف وايي افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو ته یوه بله دروازه پرانیزي
د ازبکستان جمهور رئیس میرضیایف وايي افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو ته یوه بله دروازه پرانیزي

د تاشکند کنفرانس گډون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت له خوا د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي. طالبانو تر اوسه په رسمي توگه د افغانستان د حکومت د سولې غږ ته ځواب ندی ویلی، خو دمخه یې د امریکا سره پر مذاکراتو ټینگار کړی و.

د ٢٣ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو همداشان ویلي دي چې د افغانستان په سوله کې به ټول اړخونه "گټونکي" اوسي او هیڅ اړخ به "بایلونکی" نه شي.

په تاشکند کې د افغانستان پر سولې او امنیت کنفرانس:

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د غونډې په پيل کې د افغانستان د سولې د بهیر ننګه وکړه او وویل چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره باید د جګړې پر ځای سوله‌ ییزې لارې ولټول شي.

ښاغلي میرضیایف زیاته کړه، چې ښايي د افغانستان مسله په آسانۍ حل نه شي، خو اوس ټول هیوادونه پوه شوي، چې په سیمه کې د ثبات لپاره له افغانستان سره مرستې ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

هغه وویل "که په افغانستان کې سوله ټینګه شي، په حقیقت کې د سیمې د هیوادونو پرمخ یوه بله دروازه پرانیستل کیږي. موږ په دې پوه شوي یو، پرته له دې چې د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ وکړو، بله لار نه لرو، ترڅو تروریزم له منځه یوسو او که اړتیا شوه په دې برخه کې به له ځواک څخه هم کار واخلو".

ښاغلي میرضیایف له افراطیت او تروریزم سره مبارزه او د امنیت ټینګښت د ازبکستان او افغانستان ګډ اهداف وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان راتلونکی باید د نړیوالې ټولنې لپاره د ناکامۍ په مثال بدل نه شي.

هغه له وسله‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو د پیل لپاره د اوربند اعلان وکړي، ترڅو خلک د جګړې له زیانونو څخه خوندي شي. د ازبکستان ولسمشر د سولې د یو هراړخیز میکانیزم پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هیواد یې د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د تاشکند په یوې ورځني نړیوال کنفرانس د ۲۳ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وویل، هغه جدي ستونزې چې اوسمهال سیمه ورسره مخامخ ده، باید له افغانستان سره د همکاریو له لارې حل شي.

هغه وویل "موږ او تاسې ګډې ملي ګټې لرو هم په ملي، هم په سیمه‌ییزه او هم په نړیوله کچه ګډې موخې او ګډ لیدلوري لرو او په دې برخه کې مهم رول ترسره کولی شو".

ولسمشر غني وویل، د سیمې سیاسي، امنیتي او اقتصادي راتلونکې مشترکه ده او زیاته یې کړه، چې د سیمې هیوادونه باید رامنځ ته شوي 'نادر فُرصتونه' له لاسه ور نه کړي.

د ښاغلي غني پر وینا، ځینو هیوادونو د افغانستان ستراتیژیک موقعیت درک کړی او اړتیا ده، چې نور هیوادونه هم دغه مسله په سمه توګه درک کړي.

هغه هیله وښوده چې د تاشکند غونډه به د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG