د لاس رسي وړ اتصالات

عربو هېوادونو د ترکي سریالونو خپرول بند کړل


 ترکیې سریالانه د افغانستان په تلویزونو کې هم خپریږي
ترکیې سریالانه د افغانستان په تلویزونو کې هم خپریږي

د ځینو عربو هېوادونو او ترکیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د خرابوالي له کبله د عربي نړۍ تر ټولو سترې خصوصي نشراتي ډلې ته امر شوی چې د ترکي سریالونو او ډرامو خپرول بند کړي.

په دوبۍ کې میشت د ام بي سي نشراتي ګروپ یو ویاند مزین حیاک د دوشنبې په ورځ (مارچ۵) وویل چې ورته ویل شوي چې ترکي خپرونې دې بندې کړې.

د سعودي یو سوداګر ولید الابراهیم او ځیني نور پانګوال د ام بي سي ډلې مشران دي، دغه ډله په ډېرو عربو هېوادونو کې تلویزوني خپرونې لري.

په منځني ختیځ او عربي نړۍ کې د ترکي سریالونو ښه مارکیټ دی او ډېر لیدونکي لري. ویل کیږي چې په دغې پرېکړې کې د ځینو نورو عرب هېوادونو تلویزونونه هم شامل دي.

سعودي او متحده عرب امارات د رجیب طیب اردوغان واکمن ګوند د اسلامپالو افراطي ځواکونو ملګری بولی، سعودي او ایتلافیان یې د دغو اسلامپالو په ضد دي.

پر دې سربېره ترکیه د قطر کلکه ننګه کوي، خو سعودي، متحده عرب امارات، بحرین او مصر پر قطر کلک بندیزونه لګولي او هغه د افراطي ډلو او ایران سره د نژدې اړیکو په پاللو تورنوي. قطر دغه تورونه ناسم بولِ.

رویټرز وايي په عربي نړۍ کې د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو هم د ترکي سریالانو او خپرونو د بندولو لپاره کمپاین پیل کړی او هغه یې پر عربي هېوادونو د ترکي یو ډول نفوذ باله، دا سریالونه له ترکي نه عربي ته دوبله او ژباړل کیږي.

د ترکیې سریالانه د افغانستان په تلویزونو کې هم خپریږي چې په پښتو او دري دوبله شوي دي.

XS
SM
MD
LG