د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پوتین سره په تېرو ټاکنو کې د مداخلې په اړه وغږېدم


دواړو ولسمشرانو ګډ خبري کنفرانس ورکړ
دواړو ولسمشرانو ګډ خبري کنفرانس ورکړ

ولسمشر دونالډ ټرمپ د فنلنډ د هلسنکي په ښار کې د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره یو-په-یو وغږید.

ښاغلي ټرمپ له ښاغلي پوتین سره خپل ملاقات رغنده وباله او ویې ویل چې له هغه سره یې د امریکا په تېرو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ زیاته کړه "هېڅ فکر نشي کولی چې روسیې دې د هغه د بري لپاره د امریکا د ۲۰۱۶کال په ټولټاکنو کې لاسوهنه کړې وي."

د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې روسیې په ټاکنو کې د مداخلې هڅه وکړه. خو د روسیي ولسمشر پوتین بیا وویل "باید تکراراراً ووایم چې د روسیې دولت هېڅکله د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه نه ده کړې ".

ښاغلي ټرمپ دا خبره هم وکړه چې د مسکو-واشنګټن اړیکې هېڅلکه هم دومره خرابې نه وې، خو زیاته یې کړه چې له دغه ملاقات وروسته حالت بدل شوی . ښاغلي پوتین هم وویل چې د دغو مشرانو خبرې سپینې او بریالۍ وې.

تر دغه خبرو څو ورځې مخکې په امریکا کې یوې ځانګړې تحقیقاتې ډلې د روسیې ۱۲ ماموران د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې په لاس لرلو تورن کړل او وویل چې دغو مامورانو د ولسمشر ټرمپ د بري لپاره دا کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG