د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې یو امریکايي پوځي د هلیکوپتر د پریوتو پيښه کې وژل شوی


تراوسه څرګنده نه ده چې په لوګر ولایت کې پریوتی هلیکوپتر د بهرننیو ځواکونو مربوط وو او که د افغان ځواکونو پورې اړه لرله.
تراوسه څرګنده نه ده چې په لوګر ولایت کې پریوتی هلیکوپتر د بهرننیو ځواکونو مربوط وو او که د افغان ځواکونو پورې اړه لرله.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د جمعې د ورځې په مازیګر د لوګر ولایت د خروار په ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د یو هلیکوپتر د پریوتو په پيښه کې د امریکايي ځواکونو د یو منسوب وژل شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي چې دغه منسوب په دې پیښه کې ټپونه اخیستي وو، چې د همدې ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د قاطع ملاتړ ماموریت وايي په دې پیښه کې شپږ نور پوځيان ژوبل شوي هم دي، چې اوس یې درملنه روانه ده.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن پر دې پیښې خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې د خپل ملګړي په وژل کیدو خواشینی شوی دی.

قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې دا هلیکوپتر د دښمن د برید په پایله کې نه دی راپریوتی دی.

د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د دې پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دمخه معلومات

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د تصفيوي عملياتو پرمهال يوه هليکوپتره لوېدلې، چې د ځينو سرچينو په وينا ښايي ځاني تلفات ولري.

د لوګر والي محمد حليم فدايي امريکاغږ ته وويل، چې د هليکوپترې د لوېدو پېښه تېره شپه د خروار ولسوالۍ د ماني په سيمه کې د طالبانو پر ضد د تصفيوي عملياتو پرمهال شوې ده.

فدايي زياته کړه، هليکوپتره د بېرته الوتو پرمهال له يوې ونې سره جنګېدلې او لوېدلې ده، چې په نتيجه کې يې يو افغان سرتېری ټپي شوی دی.

خو د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل امريکاغږ ته وويل، چې د ده د معلوماتو له مخې دا هليکوپتر د ناټو ځواکونو دی او د رالوېدو په نتيجه کې تخريب شوې او ښايي يو شمېر کسان په کې مړه او ټپيان شوي وي.

په عين حال کې ناټو ځواکونو ويلي، چې د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د د جمعې په مازیګر يو هليکوپتر پېښه تاييدوي، خو زياته کړې يې ده، چې په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

بل لور ته وسله والو طالبانو رسنيو ته په يوه استولي پیغام کې ويلي، چې دا هليکوپتر د طالب وسله والو له خوا وېشتل شوی چې د رالوېدو په نتيجه کې يې ۴۳ افغان او امريکايي ځواکونه وژل شوي دي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي امريکاغږ ته وويل، چې په دغه ولایت کېد خيبر په نوم د طالبانو پرضد تصفيوي عمليات د دوو اوونيو راهيسې په يو شمېر سيمو کې روان دي،چې له امله یې د ښاغأي فدايي پر وینا ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دغوعملياتو کې ۲۶ وسله وال وژل شوي، چې اووه چيچنايي اتباع او د کابل د چهار اسياب ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال هم په کې شامل دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG