د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تېره مياشت په وسله والو بريدونو کې ۷۷ کسان وژل شوي - راپور


د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتوادارې ویلي چې سپټمبر میاشت کې د پاکستان خیبر پښتونخوا ايالت کې ترټولو زیات بریدونه شوي چې په کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتوادارې ویلي چې سپټمبر میاشت کې د پاکستان خیبر پښتونخوا ايالت کې ترټولو زیات بریدونه شوي چې په کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال په سپټمبر مياشت کې په شويو وسله والو بريدونو کې ۷۷ کسان وژل شوي دي.

اسلام اباد مېشتې دغې څېړنيزې ادارې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۵) رسنيو ته په لېږل شوي راپور کې زياته کړې ده چې د پاکستان امنیتي وضعیت د اګست مياشتې پرتله په سپټمبر کې نسبتاً ښه شوی وو او په وسلوالو بريدونو کې اووه سلنه کمښت راغلی وو.

راپور کې راغلي چې په سپټمبر مياشت کې د شويو بريدونو پر مهال ۳۸ امنیتي منسوبین، ۲۳ ملکي وګړي او ۱۶ وسله وال وژل شوي، او پر دې سربېره ۱۳۲ کسان ټپیان شوي چې ۷۸ یې ملکي وګړي او ۵۴ يې امنیتي منسوبين دي.

د دې راپور له مخې تېره مياشت د پاکستان خیبر پښتونخوا ايالت تر ټولو زيات اغېزمن شوی چې ۴۷ بريدونه پکې شوي چې په کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې معلومات په ډاګه کوي چې په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ۷۱۷ وسله وال بريدونه شوي چې ۸۳۴ کسان پکې وېل شوي او ۸۶۵ پکې ټپيان شوي دي. دراپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د لومړيو نهو مياشتو پرتله د روان ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې بریدونه ۴۷ سلنه زيات شوي او په تلفاتو کې نهه سلنه زیاتوالی لیدل کیږي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

د "امن پاڅون" په نوم دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخه او منظمه کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين هم اعلان کړی چې د اکتوبر پر ۲۰ (تلې ۲۹) به د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتو سيمو کې د امن لپاره احتجاجونه کوي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG