د لاس رسي وړ اتصالات

سروی: قضا په افغانستان کې تر ټولو فاسد ارگان دی


د شفافیت د څار د ادارې رپوټ وایي تیرکال په افغانستان کې خلکو تر دوو ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی وو؟
د شفافیت د څار د ادارې رپوټ وایي تیرکال په افغانستان کې خلکو تر دوو ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی وو؟

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وایي، چې سږکال په افغانستان کې خلکو د خپلو کارونو د اجرا لپاره مفسدو مامورینو ته تر درې ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی، چې دا شمیره د تیرکال پرتله پنځوس فیصده زیاتوالی ښيي.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام فصلي امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل، تیر کال افغانانو د خپلو کارونو د اجرا لپاره مفسدو مامورینو ته تر دوو ملیاردو ډالرو پورې رشوت ورکړی وو.

ښاغلي افصلي وویل "متاسفانه په تیرو دوو کلونو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې چې له افغان حکومت څخه هیله کیدله پرمختګ نه لره، او د فساد کچه په بې ساري ډول پورته ختلې، خلک اړ دي چې په حکومتي ادارو کې د خپلو کارونو د اجرا لپاره زیات رشوت ورکړي او زموږ موندنې ښيي چې د رشوت د ورکولو کچه د دوو ملیاردو څخه درې ملیاردو ډالرو ته پورته ختلې ده".

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالۍ ورځې په مناسبت نن په کابل کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د فساد د شتون او د فساد څخه د زیږیدلو ګواښونو او ننګونو په باب یو تحقیقي رپوټ خپور کړ.

په دې پلټنه کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۸۰۰ کسانو سره مرکې شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د ادارې اجرائیوي رئیس وویل، د دوی لویه اندیښنه داده چې هغه ادارې چې فساد سره په مبارزه بوختې دي پخپله په فساد کې ښکیلې دي.

ښاغلي افضلي وویل "متاسفانه تر ټولو ډیر فساد په هغو ادارو کې لیدل کیږي چې په کار دي پخپله له فساد سره مبازره وکړي، عدلي او قضایي ادارې، پولیس ګمرکونه هغه ادارې دي چې متاسفانه ډیر فساد په کې شته دی".

د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې اجرائیوي رئیس د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه وایي، چې تراوسه دغو اقداماتو د پام وړ پایلې نه لرلې.

ښاغلي افضلي وویل "په دې کې شک نشته چې افغان حکومت په ځینو برخو کې لاس ته راوړنې لري، مثلآ د تدارکاتو په برخه کې له بهر څارنه رامنځ ته شوې ده، خو اوس هم د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره لازم کارونه نه دي ترسره شوي، د معلوماتو ته د لاس رسي د څار کمیسیون کوم ملاتړ ته یې چې د حکومت څخه اړتیا لرله ترننه دا ملاتړ نه لري".

افغان حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره یو ځانګړی عدلي او قضایي مرکز جوړ کړی دی.

سید اکرام افضلي ددغه مرکز د کړنو په اړه تبصره له وخت وړاندې ګڼي، خو وایي، چې ددغه مرکز د جوړیدو څخه د شپږ میاشتو په تیریدلو په مرکز کې د فساد دوه دوسیې څیړل شوي او لا هم د فساد سترې دوسیې دغه مرکز ته نه دي استول شوي.

د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې اجرائیوي رئیس وویل چې د کابل بانک، د ښارجوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ او د ځمکو د غصب سترې دوسیې لا هم په دغه مرکز کې تر څیړنې لاندې نه دي نیول شوي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ غبرګون

خو د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د جدي اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل چې فساد سره مبارزه د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي رسولي وویل، چې د افغانستان لویه څارنوالي د نورو چارو ترڅنګ د فساد سره د مبارزې وظیفه هم ورترغاړې ده، چې د همدې له امله یې د فساد سره مبارزه لومړی له دغې څارنوالۍ پیل کړې، چې د تشکیلاتو اصلاحات او د پاکو او په کارپوه مامورینو ګمارل په کې شامل دي .

ښاغلي رسولي وویل "د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز جوړیدل چې د یو فرمان له مخې دا مرکز جوړ شو لوی څارنوالۍ ته یې یو لړ وظایف سپارلي وو، چې مونږ هغه فرمان پلی کړ او د لویو جرمونو پر وړاندې ځانګړې څارنوالي د عدلي او قضایي مرکز په ګډون مو دا جوړ کړل".

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وویل چې افغان حکومت د فساد سره مبارزې ته ژمن دی او د فساد پر وړاندې د لوی څارنوالۍ زغم صفر ته راښکته شوی او په دې برخه کې هیڅ ډول مصلحت څخه کار نه اخلي.

ښاغلي رسولي وویل "پرته له کوم مصلحت څخه په یو ډول د بشري حقونو او انساني کرامت ارزښتونو ته په پاملرنې او د افرادو ازادیو او حقونو ته په درناوي فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلو ژمنو ته پابند یو".

ښاغلي رسولي وویل، چې لوی څارنوالۍ د خپلو صلاحیتونو په رڼا کې په هره کچه چې د فساد دوسیه وي دا څارنوالي یې په اړه پلټنې کوي.

هغه وویل، د فساد په اړه نورې دوسیې هم د عدلي او قضایي مرکز کې تر پلټنې لاندې دي، چې د پلټنو د بشپړیدو وروسته به رسنیو سره شریکې شي.

هغه وویل په دغو دوسیو کې د افغانستان د دفاع، کورنیو، مخابراتو، عامې روغتیا او سوداګرۍ وزارتونو، د الکټرونیکي پیژند پاڼو د ادارې مربوطې دوسیې او د پیسو د وینځلو د دوسیو په ګډون یو شمیر دوسیې لا هم په دغه مرکز کې تر پلټنو لاندې دي.

ښاغلي رسولي وویل دا مرکز د خپل کار په لومړیو اتو میاشتو کې هغه دوسیې پلټي چې د ملي یووالي د حکومت د کار په وخت پیښې شوې دي.

XS
SM
MD
LG