د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي په مشرۍ ایتلاف هوايي برید یمن کې ۳۱ملکیان وژلي


یمن کې د پېښې ځای
یمن کې د پېښې ځای

د یمن په الجوف ولایت کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف په هوايي بریدونو کې ۳۱تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه برید چې پرون شنبه تر سره شوی په یمن کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر وايي، د دوی د لومړنیو معلوماتو په اساس وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

الجوف ولایت په یمن کې د حوثي وسله والو تر کنټرول لاندې دی.

رویټرز خبري اژانس د حوثیانو تر کنټرول لاندې الجوف ولایت کې د روغتیا د وزیر له قوله ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

حوثي یاغیانو بیا ویلي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف دغه بریدونه د تېرې جمعې په ورځ په یاد ولایت کې د هغوی د یوې جېټ الوتکي د ویشتل کېدو په غبرګون کي کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف هم منلې چې په یمن کې د دوی د غورځېدلې الوتکې د پلټنو په عملیاتو کې کېدایشي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

دغه ایتلاف د حوثي یاغیانو یوه ویډیو خپره کړې چې د شپې په تیاره کې له ځمکې نه یوه الوتکه په توغندي ویشتل کیږي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ویلي چې د پېښې قربانیانو لپاره مرسته رسوونکي ټېمونه چمتو شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د سعودي ایتلاف هوايي بریدونه غندلي او هغه یې یو جنایت بللی دی.

XS
SM
MD
LG