د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي خبریال د اوکراین په جګړې کې ووژل شو 


په دې تصویر کې وژل شوی او ژوبل شوی خبریال نشته. تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی
په دې تصویر کې وژل شوی او ژوبل شوی خبریال نشته. تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

له اوکراین څخه راپورونه وايي چې یو امریکايي خبریال «برېنټ رېناوډ» په ډزو وېشتل شوی او وژل شوی دی او بل خبریال ژوبل شوی دی.

دا پېښه نن یکشنبه مارچ ۱۳ (کب۲۲) د کیف په شمال-لویدیځ کې پېښه شوې ده. د روغتون مسئولینو او عیني‌ شاهدانو د فرانسې خبري‌ اژانس ته دا پېښه تائید کړې ده.

ښاغلي برېنټ عکاس او فلم جوړونکی و چې د «ارپېن» په سیمه کې وژل شوی دی. د کیف پولیس وايي‌ چې هغه د روسي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی. خو روسیې تر دې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ایډیټر کلیف لیوي په یوې خپرې شوې اعلامیې کې دا خبره څرګنده کړې ده چې ښاغلی «برېنټ» د دغې پېښې په مهال د نیویارک ټایمز لپاره په دنده بوخت نه و.

لا معلومه نه ده چې دغه وژل شوي خبریال هلته د کومې رسنۍ لپاره کار کاوه. په اوکراین د روسیې د یرغل له پيل راهېسې دا لومړی امریکايي خبریال ده چې هلته وژل کېږي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین چارواکي وايي روسیې د روزنې په یو مرکز هم برید کړی او لږ تر لږه ۳۵ تنه یې وژلي او څه باندې ۱۳۰ نور یې ژوبل کړي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايی د یرغل له پيل راهېسې شاوخوا ۱۳۰۰ اوکرایني عسکر وژل شوي دي.

روسیې څو ورځې مخکې ویلي وو چې ۴۹۸ سرتیري یې وژل شوي، خو ښاغلی زیلینسکي ادعا کوی چې تر دې دمه یې شاوخوا ۱۲۰۰۰ روسي پوځیان وژلي دي.

د امریکا استخبارات مقامو تېره اونۍ وویل چې دوی اټکل کوي چې تر دې دمه په دغې جګړې کې د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ روسي‌ عسکر وژل شوي دي. ملګري ملتونه وایي چې تراوسه ۵۷۹ ملکيان په دغې جګړې کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG