د لاس رسي وړ اتصالات

د مسعود اندرابي لېرې کول د منلو نه دي- عبدالله


مسعود اندرابي چې دغه وزارت ته د عبدالله عبدالله په سهم کې راغلی و له دندې څخه لیري شو.
مسعود اندرابي چې دغه وزارت ته د عبدالله عبدالله په سهم کې راغلی و له دندې څخه لیري شو.

د افغانستان د ملي مصالحې شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي د مسعود اندرابي د لیري کولو پرېکړه ورته د منلو نه ده.

د ولسمشر غني د حکم په اساس تیره ورځ د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو او مسعود اندرابي چې دغه وزارت ته د عبدالله عبدالله په سهم کې راغلی و له دندې څخه لیري شو.

خو عبدالله عبدالله نن شنبه مارچ ۲۰( کب ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې له دندې څخه د اندرابي لیري کولو او پر ځای یې د سرپرست معرفي کولو پرېکړې له مشورې او موجه دلایلو پرته د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي توافق خلاف شوې ده.

هغه په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "دغه پرېکړه په اوسنیو شرایطو کې د هیواد د ګټو خلاف ده او د منلو نه ده."

د ولسمشر غني د حکم په اساس تیره ورځ حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست او محمد ایوب سالنګي د یاد وزارت لومړی مرستیال وټاکل شو.

همدارنګه د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیاء د اسدالله خالد تر بیرته راتګ پورې د دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دا مهاله د عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG