د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي سرپرستان وټاکل شول


د دې ترڅنګ ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ټاکل شوی.
د دې ترڅنګ ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ټاکل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، محمد یاسین ضیاء د دفاع او د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزاتونو سرپرستان ټاکل شوي دي.

د ملي امنیت شورا نن جمعه مارچ ۱۹(کب ۲۹) په دوو بېلابېلو اعلامیو کې ویلي چې د دې ترڅنګ محمد ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

امنیت شورا ویلي چې یادې ګمارنې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د دې حکم پر اساس به ښاغلی ضیاء د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله خالد تر رغېدو او بېرته را ستنېدو پورې د دغه وزارت چارې مخ ته وړي چې د اصلاحاتو لړۍ او د پر ځان بسیا کېدنې جاري هڅې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړې شي."

جنرال محمد یاسین ضیاء تر دې مخکې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز، حیات الله حیات،د کندهار، هلمند، ننګرهار ولایتونو د والي و او محمد ایوب سالنګي هم تر دې مخکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اداري مرستیال و.

بیان زیاتوي چې نوې رهبري به په لومړي قدم کې د امنیت د سمون، د قانون د تطبیق او له جرایمو سره د ښې مبارزې لپاره پرېکنده اقدامات کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دا نه دي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر مسعود اندرابي او لومړی مرستیال یې پر کومو دندو ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG