د لاس رسي وړ اتصالات

نږدې ۱۷۰۰ بندیان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي


د افغانستان د محابسو او توقیف خونو عمومي ریاست وايي چې په زندانونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جمهور رئيس محمداشرف غني د فرمان په اساس تر اوسه ۱۶۹۹ بندیان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د دغه ریاست د حقوقو د څانګې رئيس او ویاند عبدالله زاهد د پنجشنبې په ورځ د اپریل په دویمه (وري ۱۴) امریکا غږ ته وویل دا شمیر بندیان د افغانستان د ۳۳ ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي او لا هم دا لړۍ دوام لري.

تیره اونۍ د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني په زندانونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یو شمیر بندیانو د بخښنې او خوشې کولو فرمان ورکړ.

د دغه فرمان په اساس ټاکل شوې چې په لسو ورځو کې شاوخوا لس زره بندیان د افغانستان له زندانونو څخه خوشې شي.

د افغان چارواکو په وینا یو شمیر هغه بندیان چې له پنځو کلونو کمې مودې حبس سزا ورته ورکړل شوې او یا د حبس پنځه کاله یې پاتې وي، ښځې، ماشومان، محجوزین او په صعب‌العلاجه ناروغۍ اخته بندیان له دغه فرمان څخه برخمنیدلی شي، خو په تروریستي او د کورني او بهرني امنیت په وړاندې جرایمو محکوم شوي کسان په دې فرمان کې شامل نه دي.

په زندانونو کې روغتیايي تدابیر

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د یو لړ روغتیايي اقداماتو د ترسره کولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "کوم تدابیر چې موږ په زندانونو کې نیولي دي لومړی دا چې د زندانونو د چارو له ادارې سره په همغږۍ په مجموع کې د پایوازانو تګ راتګ محدود شوی دی، ترڅنګ یې هغه سرتیري چې له محبوسینو سره په اریکه کې دي هغوی معاینه کېږي، په هغه صورت کې چې تبه او نور علایم ولري له اړیکو نیولو څخه یې مخنیوی کېږي. په کوټو او د خوب په ځایونو کې یې درمل شیندل شوي چې دا ډېره مهمه ده او عامه پوهاوی هم شوی دی".

ښاغلي مایار زیاته کړه چې په کابل، بګرام، کندهار او هرات کې د بندیانو د درملنې لپاره ۱۰۰ بستره ځانګړي شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د چارواکو پر وینا، په زندانونو کې د ګڼې‌ګوڼې زیاتوالي، د بندیانو لپاره د لمر او کافي خوړو نشتوالي او غیرمعیاري خونو ته په پاملرنې محابس د کروناویروس د خپرېدو زیانمنونکې سیمې ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په زندانونو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د نیول شویو تدابیرو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس دا مهال د افغانستان په محابسو کې له ۳۵زرو څخه نیولې تر ۴۰ زره بندیان ساتل کېږي.

XS
SM
MD
LG