د لاس رسي وړ اتصالات

نادري: د ملکي خدمتونو ادارو نږدې ۵٪ کارکوونکې ښځې دي


د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون وايي، چې په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو شمیره خورا کمه ده.

د دغه کمیسیون رئيس نادر نادري، چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د ۱۷ زرو خالي بستونو د اعلانولو په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې حکومت د ښځینه مامورینو د استخدام ټاکل شوي هدف ته د رسیدلو لپاره اوږده لار په مخ کې لري.

که څه هم ښاغلي نادري، د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځینه مامورینو کره شمیره څرګنده نه کړه، خو ویې ویل "د ټولو ملکي خدمتونو د کارکوونکو له شمیرې نږدې ۵ فیصده یې ښځې دي، دا یوه ډیره ټیټه شمیره ده".

ښاغلي نادري ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې او پراختیا د ستراتیژۍ پر بنسټ دغه شمیره باید لږ تر لږه ۳۰ فیصدو ته لوړه شي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون رئيس له کورنیو او دیني عالمانو څخه وغوښتل، چې د ټولنې دود او دستور په پام کې نیولو سره، ښځې په دولتي ادارو کې کار کولو ته وهڅوي.

دغه راز هغه په دولتي ادارو کې د ښځینه مامورینو لپاره د یو خوندي چاپیریال پر رامنځ ته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دولتي ادارو اوسنی وضعیت باید بدلون ومومي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون، په ملکي دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د ګډون د زیاتوالي پالیسي تصویب کړې، چې د ښاغلي نادري پر وینا، د دغې پالیسۍ په تطبیق سره به په دولتي ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون سربیره د هغوی لپاره د دندې د خوندي چاپیریال ضمانت هم وشي.

د افغان حکومت د رسمي شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د بستونو شمیر شاوخوا ۴۰۰زرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG