د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو د لوبډلې سره د لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۸ (مرغومی اوومه) د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلي په وړاندې د لوبغاړو نومونه او لست اعلان کړل.

ټاکل شوېده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ډسمبر په ۲۹مه،‌ ۳۱مه او د ۲۰۲۴م کال د جنوري په دویمه نېټه د شارجې په میدان کې د امارتو د ملي لوبډلې په وړاندې درې شل اوریزې لوبې وکړي.

د ابراهیم ځدراڼ په کپټانۍ، رحمن الله ګربز، محمد اسحق، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزي، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد په اعلان شوې لست کې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر په حواله، څلور تنه احتیاطي لوبغاړي هر یو راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم د اعلان شوي لست برخه دي.

په خبر کې راغلي چې:" دغه راز په یاد لست کې دوو تنو هغو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی چې له دې وړاندې پرې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله بندیزونه لګېدلي وو، خو دا چې مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې ادارې ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی ښودلی او دغه راز یې د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظر غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې له دې وړاندې شوې ده؛ د نوملړ برخه ګرځېدلي دي."

خبر زیاتوي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دوی د دغې پرېکړې هرکلی کوي او د افغان کرکټ د بهبود او پرمختګ لپاره د یادو لوبغاړو دغه ګام ستایي او له امله یې د ادارې مشرتابه هم اړوند کمېټې ته دنده سپارلې چې له هر اړخیزې څېړنې وروسته د یادو درې تنو لوبغاړو د موضوع په تړاو خپلې سپارښتنې او حل لارې ورسره شریکې کړي.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلي په وړاندې د افغان لوبغاړو نومونه او لست په داسې حال کې اعلانیږي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په یوې دوستانه لوبې کې د متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریزو لوبو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته اووه ځلې ماتې ورکړې او دوه ځلې یې ورڅخه ماته منلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG